افغانستان د سويلي آسيا فوټبال پايلوبو ته ورسيد

Image caption افغانستان د سويلي اسیا اتو هېوادونو د فوټبال اتلولۍ پايلوبو ته لاره ومونده.

افغانستان د سويلي اسیا اتو هېوادونو د فوټبال اتلولۍ پايلوبو ته لاره ومونده.

په نيپال کې په روانو دغو سياليو کې افغان ملي لوبډلې، کوربه هېواد ته په يو صفر له ماتې ورکولو وروسته دغه دريځ ته ځان ورساوه.

په پايلوبه کې به افغانستان د هند يا د مالديپ له لودبدلې سره مخامخ شي.

افغان لوبغاړي سنجر احمدي د لوبې په يوولسمه دقيقه کې د افغانستان په گټه گول وکړ چې د سيالۍ يواځنى گول و.

افغان لوبغاړي د نيپال د لوبغاړو له سختو بريدونو سره سره په دې وتوانيدل چې له خپل گول نه دفاع وکړي او لوبه په خپله گټه پاى ته ورسوي.

دغه سیالۍ د سويلي آسیا د اتو هېوادونو افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بوټان، مالدیپ، بنګله دیش او نیپال ترمنځ د سرو زرو کپ په نوم روانې دي

افغان لوبډلې په خپلو تيرو دريو سياليو کې د سريلانکا او بوټان لوبډلو ته ماته ورکړه او د مالديپ له لوبډلې سره يې لوبه برابره يا مساوي پاى ته ورسوله او په دې توگه يې په بي ګروپ کې دويم ځاى خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د هندوستان نوي ډیلي ۲۰۱۱ سیالیو اووم پړاو کې هم لوبېدلې وه، چې بوټان او سريلانکا ته یې ماتې ورکړه، او په نيمه پايلوبو کې په خپله کوربه هندوستان سره مخامخ شو او هند ته يې لوبه وبايلله

ورته مطالب