افغانستان د کرېکټ ۲۰۱۵ نړیوال جام ته ووت

افغان لوبډله
Image caption کپتان نبي عيسی د کينيا پر وړاندې په يوازې سر۴۶ منډې وکړې

د عرب متحد اماراتو په شارجه لوبغالي کې نن پچه افغانستان وګټله او د کېنيا لوبډلې ته يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

د کېنيا د کرېکټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته په دویمه يو ورځنۍ لوبه کې په ۴۳ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر د ۹۴ منډو هدف وټاکه.

عبدالله ستانکزي چې دغه لوبې څارلي وايي، نن د افغان لوبډلې پيل چندانې ښه نه و، او په لومړي اوور کې شهزاد محمدي خپله وېکټه د يوې منډې له کولو وروسته له لاسه ورکړه.

دويمه ويکټه د اصغر ستانکزي وه چې په ۹ منډو وسوځېد او دريم افغان لوبغاړی نوروز منګل و چې په ۱۹ منډو وسوځېد.

د افغانستان له د دريمې وېکټې له پرېوتو وروسته افغان توپ وهونکي تر يو څه فشار لاندې راغلل، خو کپتان محمد نبي وکړای شو، لوبه کابو کړي.

کپتان نبي عيسی خيل وکړای شو په يوازې سر ۴۶ منډې وکړي او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسوي.

ده په خپل اننګز کې دوه شپږيزې او درې څلوريزې ووهلې.

حشمت الله شيدي بل هغه افغان لوبغاړی و، چې ويې کړای شو، په سختو شرايطو کې افغانستان ته ډېرې قيمتي ۱۳ منډې وکړې.

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړيوال جام لوبې په استراليا او نوي زیلاند کې کېدونکې دي.

د کېنيا لوبه

افغان بالرانو حميد حسن او شاپور ځدراڼ د لوبې له پيله پر کېنيايي توپ وهونکو يا بېټسمينانو د سختو توپونو ګوزارونه پيل کړل.

دوی کينيايي توپ وهوونکي زياتو منډو کولو ته پرېنښودل او هغه مهال چې کينيا ايله اووه منډې کړې وې، دوه لوبغاړي يې سوځېدلي وو.

د دريم کينيايي لوبغاړي له سوځېدو ووسته کينيايي توپ وهونکو لوبه وساتله او تر يوه بريد يې د افغان بالرانو مقابله وکړه.

Image caption افغان توپ وهونکو د کېنيايي بالرانو پر وړاندې پرته له وېرې لوبه کوله

د کينيا له لوري د کپتان مرستيال اوما تر ټولو ښه وځلېد او ۳۹ منډې يې وکړې. بل لوبغاړی اګا و، چې د افغان توپ وهونکو پر وړاندې يې مقابله وکړه.

نورو لوبغاړو ونه شو کړای، چې له لسو ډېرې منډې وکړي.

افغان توپ اچوونکو د کېنيا دوه لوبغاړي په صفر او دوه نور د يوې، يوې منډې په کولو وسوځول.

خو حمزه هوتک، کپتان محمد نبي او تېز بالر حميد حسن دغه شراکت مات کړ او يو پر بل پسې يې کېنيايي لوبغاړي وسوځول.

افغانستان له کېنيا سره دوه نورې لوبې هم لري چې يوه يې شل اووريزه او بله يې څلور ورځنۍ هغه ده.

لومړۍ ۵۰ اووريزه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د عرب امارتو په شارجه لوبغالي کې له کېنيا نه د دوو يو ورځنيو لوبو لومړنۍ هغه په اتو ويکټو وګټله.

د چارشنبې ورځې په دغه لوبه کې د افغانستان له لوري د لوبې پیل نوروز منګل او شهزاد محمدي وکړ او يو ډېر ښه پيل يې د افغانستان لپاره درلود.

Image caption افغان بالرانو کېنيايي توپوهونکې پرېنښودل چې تېزه لوبه وکړي

نوروز منګل په يوازې سر چې تر اخره ونه سوځېد ۵۲ منډې وکړې او شهزاد محمدي په ۳۳ منډو وسوځېد.

افغانستان د کېنيا له لوري ورکړای شوی د ۹۰ منډو هدف يوازې په ۱۸ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سر بشپړ کړ.

کينيا لومړی پچه يا ټاس وګاټه او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه، چې د کرېکټ د پوهانو په خبره ښه ثابته نه شوه.

د کېنيا کرېکټ لوبډلې په خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې په نژدې ۳۶ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سر ايله ۸۹ منډې وکړې.

افغان توپ اچوونکو له لومړي سره کېنيايي توپ وهوونکي تر خپلو بريدونو لاندې راوستل او يو پر بل پسې يې وسوځول.

افغان توپ اچوونکي يا بالر حميد حسن څلور کېنيايي لوبغاړي او شاپور ځدراڼ دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

سميع الله شينواري هم دوه کينيايي لوبغاړي وسوځول.

لومړۍ ۲۰ اووريزه

افغانستان له کېنيا سره خپله لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه د څلورو لوبغاړو په بايللو په ۱۰۶ منډو وګټله.

د متحده عرب اماراتو شارجه کې د دوشنبې (سپتمبر ۳۰ مې) لوبه کې افغانستان لومړی بېټېنګ وکړ او په ټولو ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدا او د ۱۶۲ منډو په جوړولو کېنيا ته د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

خو د کېنيا لوبډلې په ۱۹ اوورونو کې په ټولټال ۵۶ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د افغان لوبډلې پر وړاندې يې ماته وخوړه.

په افغان لوبډله کې اصغر ستانکزي۴۳، سميع الله شينواري ۳۹، محمد شهزاد ۳۶ او محمد نبي ۲۶ منډې وکړې.

ورته مطالب