افغانستان له کینیا سره د کریکټ سیالي کوي

Image caption د کینیا لوبډله به اوس لومړی د افغان لوبډلې ۷۲ د برلاسي منډې پوره کوي او بیا به افغان لوبډلې ته هدف ټاکي.

افغان کریکټ ملي لوبډلې له کینیا سره د څلور ورځنۍ لوبې په لومړي پړاو کې پر خپلې سیالې ډلې برلاسی دی.

پچه یا ټاس افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د کینیا لوبډلې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د افغان لوبډلې په جوړښت کې تر ډېره ځوانانو ته ځای ورکول شوی او له پخوانیو لوبغاړو یواځې اصغر ستانکزی ورسره ده چې د ډلې کیپټاني هم پر غاړه لري.

د کینیايي لوبډلې لوبغاړي د ځوانو افغان توپ اچونکو په وړاندې ډېر تم نه شول او یو په بل پسې یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. او تر ټولو ډېرې منډې یې اوډیمبو او ورایا وکړې.

دواړو لوبغاړو ۳۵ـ ۳۵ منډې وکړې. نور لوبغاړي د ډېرو منډو په جوړولو ونه توانېدل. او ټوله لوبډله یې د ۱۶۲ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغان لوبډلې د سر لوبغاړي هم ډېر تم نه شول او پرله پسې یې ویکټې له لاسه ورکړې. افغان لوبډلې یواځې ۶۳ منډې درلودې چې شپږ کسان یې سوځېدلي وو.

خو دا رحمت شاه او نسیم بړیڅ وو چې تر ډېر یې خپلې ویکټې له لاسه ورنکړې. رحمت شاه وتوانېد چې سلیزه پوره کړي او د خپلو منډو شمېر ۱۴۴ ته ورسوي. نسیم بړیڅ هم ۳۲ منډې وکړې، چې په دې سره د افغان لوبډلې ټول منډې ۲۳۴ ته ورسېدې.

د کینیا لوبډله به اوس لومړی د افغان لوبډلې ۷۲ د برلاسي منډې پوره کوي او بیا به افغان لوبډلې ته هدف ټاکي.

کینیايي لوبډلې څو شیبې مخکې د منډو جوړولو خپل دویم پړاو هم پیل کړ چې د پنځو منډو په جوړولو سره یې دوه کسه سوځېدلي دي.

ورته مطالب