کرېکټ: افغان لوبډلې کېنيا ته بله ماتې ورکړه

Image caption رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کې په يوازې سر ۱۴۴ منډې وکړې

افغان کرېکټ لوبډلې په متحد عرب اماراتو کې کېنيا ته په څلور ورځنۍ/ ټېسټ لوبه کې په اتو وېکټو ماتې ورکړه او پرله پسې څلورمه لوبه يې وګټله.

پچه یا ټاس افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د کینیا لوبډلې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

کېنيايي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ/ اننګز کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۶۲ منډې وکړې.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د رحمت شاه د ۱۴۴ منډو په برکت وکړای شول، چې د کېنيا پر وړاندې ۲۳۴ مڼدې وکړي او ځان له کېنيا ۷۲ منډې مخکې کړي.

په لومړۍ پاڼۍ کې محمد نسيم بړيڅ او رحمت شاه ښه شراکت درلود، چې همدې له کېنيا نه په مخکې کېدو کې ښه رول ولوباوه.

په دويمه پاڼۍ کې کېنيايي توپ وهونکو د تېرې پاڼۍ په څېر د افغان بالرانو پر وړاندې مقاومت ونه کړ، او لوبغاړي يې يو پر بل پسې وسوځېدل او پرته له واريا چې ۳۶ منډې يې وکړې، نور لوبغاړي ښه ونه ځلېدل.

کېنيايي لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۴۰ منډې وکړې.

افغان لوبډلې په دويمه پاڼۍ کې يوازې د فضل نيازي او جاويد احمدي په سوځېدو د ۶۸ منډو هدف پوره کړ.

جاوېد احمدي په دويمه پاڼۍ کې ۴۶ منډې وکړې.

په څلور يا پنځه ورځنۍ کرېکټ لوبه کې اصول دا دي، چې هره لوبډله به دوه، دوه ځلې لوبې کوي او د دواړو لوبو منډې يې سره جمع کېږي، او هره لوبډله چې په دواړو پاڼيو کې زياتې منډې وکړي، هغه يې ګټي.

لومړۍ پاڼۍ

کېنيا پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۶۲ او په دويمه هغه کې ۱۴۰ منډې وکړې.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۳۴ منډې وکړې، چې د کېنيا له لومړۍ پاڼۍ نه ۷۲ منډې ډېرې وې.

د کېنيا لوبډله به لومړی دغه ۷۲ منډې خلاصوي او بيا به نورې چې څومره کولی شي، اضافي منډې کوي.

خو د کېنيا لوبډله په دويمه پاڼۍ کې په ۱۴۰ منډو وسوځېده او د افغانستان لوبډلې ته يوازې د ۶۸ منډو هدف په کار و، چې افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو د سوځېدو پر سر پوره کړ.

په لومړۍ پاڼۍ کې کینیايي لوبغاړي د ځوانو افغان توپ اچونکو په وړاندې ډېر تم نه شول او یو په بل پسې یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې. او تر ټولو ډېرې منډې یې اوډیمبو او ورایا وکړې.

دواړو لوبغاړو ۳۵ـ ۳۵ منډې وکړې. نور لوبغاړي د ډېرو منډو په جوړولو ونه توانېدل. او ټوله لوبډله یې د ۱۶۲ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغان لوبډلې د سر لوبغاړي هم ډېر تم نه شول او پرله پسې یې ویکټې له لاسه ورکړې. افغان لوبډلې یواځې ۶۳ منډې درلودې چې شپږ کسان یې سوځېدلي وو.

نوي لوبغاړي

د افغان لوبډلې په جوړښت کې تر ډېره ځوانانو ته ځای ورکول شوی او له پخوانیو لوبغاړو یوازې اصغر ستانکزی ورسره دی چې د ډلې کپتاني هم پر غاړه لري.

که څه هم د لوبې په لومړی ورځ نوي بېټسمينان تر يوه بريد د کېنيايي بالرانو تر فشار لاندې راغلل، خو رحمت شاه او محمد نسيم بړيڅ د هغوی پر وړاندې ښه مقابله وکړه، او کرېکټ بورډ پرېکړه يې سمه وخېژوله.

افغان لوبډله: اصغر ستانکزی، جاوېد احمدي، رحمت الله سهاک، فضل نيازی، عزت الله دولتزی، رحمت شاه، حشمت الله شيدي، افسر ځاځی، سيد شېرزاد، محمد نسيم بړيڅ، يمين احمدزی.

ورته مطالب