کرزي د کرېکټ لوبغاړو ته مډالونه او تحفې ورکړې

Image caption افغان کرېکټ لوبډلې په شارجه کې کېنيا ته پرله پسې څلور ماتې ورکړې

افغان کریکټ ملي لوبډله د متحد عرب امارتو په شارجې کې د کینیا لوبډلې ته په پرله پسې ماتو ورکولو او د ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو ته تر لار موندنې وروسته د ولسمشر حامد کرزي له خوا ونازول شوه.

خوشحال تایب په خپل راپور کې وايي، ولسمشر کرزي دوی ستایلي چې هېواد ته یې ویاړونه ورپه برخه کړی دي.

ښاغلي کرزي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې او هم د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ته د غازي میربچه خان مډالونه او هم سل سل زره افغانۍ نغدي انعامونه ورکړل.

ولسمشر کرزي دغه راز هر لوبغاړي ته د خواجه رواش په ښارګوتي کې یوـ یو د دوو خونو لرونکي اپارتمانونه هم ورکړي دي.

د کریکټ بورډ د خپرونو مسؤول فرید هوتک بي بي سي ته وویل ولسمشر حامد کرزي په ارګ ماڼۍ کې لوبغاړي وهڅول چې ځانونه لا نور هم پیاوړي کړي او افغانستان ته بریاوې راوړي.

وړاندې تر دې د افغانستان کریکټ بورډ یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي وو کله چې د کریکټ لوبغاړو هېواد ته اتلولي راوړې، نو ګڼو کسانو د زرګونه ډالرو ژمنې ورسره وکړې.

دغه راز په ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونو کې لوبډلې ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکولو اعلانونه وشول او آن چې د ښار جوړولو وزیر هر لوبغاړي ته د یوه یوه اپارتمان د ورکړې اعلان هم وکړ.

خو تر اوسه نه دوی ته اپارتمان ورکړای شوی او نه هم د کورونو لپاره ځمکې ورکړای شوي او لوبغاړي لا هم په تمه دي.

خو لوبغاړي دا ځل تمه ښيي چې د حکومت له خوا دوی ته ځانګړي شوي اپارتمانونه بايد ورته وسپارل شي.

ورته مطالب