افغانستان د فیفا په درجه بندۍ کې رامخته شوی

Image caption په سويلي اسيا کې افغانستان ته تر ټولو نژدې هېواد هند دى چې په ١٥٤ نمبر راغلى دى.

د اکتوبر د مياشتې په نوې فوټبال درجه بندۍ کې افغانستان په ١٣٣ نمبر راغلى چې په سويلي اسيا کې تر ټولو وړاندې دى.

په سويلي اسيا کې افغانستان ته تر ټولو نژدې هېواد هند دى چې په ١٥٤ نمبر راغلى دى.

پاکستان په ١٦٧ نمبر او نيپال په ١٦٥ نمبر دي چې په دې وروستيو کې يې له افغانستان سره سيالۍ درلودې.

په نويو درجه بنديو کې افغانستان د اسيا له ځينو نورو هېوادونو هم وړاندې شوى دى .

سوريه او فلسطين چې په تېرو کلونو کې يې افغان فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړې وې اوس تر افغانستان په نړيوالو درجه بنديو کې شاته دي.

اروپايي هېوادونه قبرس او مالټا هم تر افغانستان شاته شوي دي.

په افريقايي هېوادونو کې سوډان او ځينې نور تر افغان لوبډلې شاته پاتې شوي دي.

د فيفا په نړيوالو درجه بنديو کې ټول ٢٠٧ هېوادونه دي چې په لومړي نمبر په کې د نړيوالو اتلوليو اتل هېواد اسپانيا راځي. افغانستان په تېرو څو کلونو کې د فوټبال په برخه کې کم سارې لاسته راوړنې لرلې.

دوه کاله وړاندې افغانستان د سويلي اسيا د فوټبال په اتلوليو کې پايلوبه له هند څخه څلور صفر وبايلله.

خو سږ کال افغان لوبډلې هند ته د همدغو سياليو په پايلوبه کې دوه صفر ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې په نړيوالو لوبو کې يو کپ پورته کړ.

افغانستان په ١٩٢٢ کال کې د فوټبال فدراسيون جوړ کړ.

په ١٩٥٠ مو کلونو کې افغانستان د اسيا د فوټبال فدراسيون په بنسټ اېښودونکو هېوادونو کې و.

خو د کلونو کلونو جگړې په دې مانا شوې چې د فوټبال په ډگر کې ايله اوس افغانستان لاسته راوړنې ولري.

ورته مطالب