افغان اولمپيک کمېټې مشر استعفى ورکړه

اغبر
Image caption ظاهر اغبر له تېرو څلورو کلونو د اولمپيک کمېټې مشر و

د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې مشر ظاهر اغبر د خپلې استعفا لامل په کمېټه کې سياسي لاسوهنې وبللې

نوموړي د ولسمشر له خوا د اولمپيک له بوديجې نه فوټبال ملي لوبډلې ته د يو ميليون ډالرو د ورکړې اعلان او له دغه بنسټ نه د يو شمير فدراسيونونو جلا کول د ادعا شويو لاسوهنو بيلگې وبللې.

مصطفى سالک له کابله په خپل رپوټ کې وايي ظاهر اغبر له تېرو څلورو کلونو د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې مشر دى چې د يو شمير لوبيزو کارپوهانو په وينا په دغو کلونو کې د افغانستان لوبو جوت پرمختگونه لرل.

خو ښاغلي اغبر بي بي سي ته وويل چې له خپلې دندې يې استعفا ورکړه او هيله يې وښووله چې ولسمشر حامد کرزى به د ده استعفا ومني.

ښاغلي اغبر وويل چې د استعفا لامل يې د لوبو په ملي بنسټ کې يو شمير لاس وهنې دي چې د سياسي لاس وهنو نوم يې ورکړ،هغه د بيلگې په ډول د ولسمشر له خوا د اولمپيک کمېټې له بوديجې نه د فوټبال ملي لوبډلې ته د يو ميليون ډالرو د ورکړې اعلان او له يادې شوې کمېټې نه د يو شمير فدراسيونونو جلال کول د دغه راز لاس وهنو بيلگې وبللې.

ښاغلي اغبر دغه څه چې لاس وهنې يې وبللې د افغانستان د لوبو په بنسټ کې يو نا اعلان شوى جنگ وباله او ويې ويل ښايي دغه څه د بيلو فدراسيونونو لوبغاړي لاس او گريوان کړي،نو په وينا يې نور نه غواړي چې د لوبو د ملي بنسټ مشر پاتې شي.

ښاغلي اغبر داسې مهال استعفا ورکړه چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې په ولسي جرگه کې له يو شمير تورونو سره هم مخامخ شوى و.

پر نوموړي داسې تورونه پورې شوې وو چې گواکې نړيوالو لوبو ته د لوبغاړو د استولو په برخه کې دوه مخيز چلند کوي.

بله نيوکه دا وه چې گواکې په ١٣٩١ لمريز کال کې ايله د ٣١ سلنې پرمختيايي بوديجې پر لگولو توانيدلى و.

خو ښاغلي اغبردا تورونه رد کړي وو.

ورته مطالب