پرېمېرشيپ کې ارسنل تر ټولو وړاندې دى

ژيرو
Image caption د ارسنل له لورې ژيرو دويم گول وکړ او برى يې يقيني کړ

د انگلستان د مخکښو فوټبال لوبډلو په ليگ پرېميرشيپ کې د شمالي لندن کلب ارسنل خپله نهمه لوبه د سويلي لندن له کرستيل پلېس څخه دوه صفر وگټله او خپل لومړى مقام يې وساته.

د شنبې په ورځ ( د اکتوبر ٢٦) غرمه مهال ترسره شوې دا لوبه د کرستيل پليس په لوبغالي کې وشوه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې که څه هم ارسنل ځينې چانسونه لرل خو پليس ښه دفاع وکړه او د گول مخه يې ډب کړه.

د لوبې د دويم پړاو په لومړۍ دقيقه کې د ارسنل ١٨ کلن جرمن لوبغاړى گنابي د کرستيل پليس په ډي کرښه کې وپرځول شو او لوبڅار پيناتي هڅه ورکړه.

د ارسنل کپتان ارتيتا دغه هڅه په گول بدله کړه.

له دې وروسته لوبه تر ډېره د ارسنل په گټه روانه وه خو ارتيته د کرستيل پلېس د چماک په راپرځولو سور کارډ وليد.

چماک څو مياشتې وړاندې له ارسنل څخه کرستيل پليس ته ورغى.

د ١٠ لوبغاړو په لرلو پر ارسنل فشار زيات شو خو په ٨٥ دقيقه کې د فرانسې گول وهونکي ژيرو په سر گول وکړ او د ارسنل لپاره يې درې پواينټونه يقيني کړل.

د شنبې په نورو لوبو کې د تير کال اتل مانچستر يونايټيډ په خپل کور کې سټوک سټي ته درې دوه ماتې ورکړه خو د ١٤ پوانيټونو په لرلو په اتم نمبر پاتې شو.

ارسنل ته تر ټولو نژدې لېورپول دى چې ويسټ بروم کلب ته يې څلور يو ماتې ورکړه.

د ليورپول په ښار کې بل کلب ايورټن بيا استين ويلا ته دوه صفر ماتې ورکړه او دريم مقام ته ورسېد.

د پرېمېرشيپ په سياليو کې ټول ټال ٣٨ لوبې کېږي.

د دغو سياليو په تاريخ کې تر ټولو ډير مانچستر يونايټيد بريالى و چې ٢٠ ځله يې اتلولي خپله کړې ده.

لېورپول په ١٨ ځله اتلولۍ دويم او ارسنل په ١٣ اتلوليو دريم ځاى لري.

ورته مطالب