کرېکټ: دويمه ټېسټ لوبه جنوبي افريقا وګټله

Image caption لومړۍ ټېسټ لوبه پاکستان په اوو وېکټو ګټلې وه

د متحد اماراتو په دوبۍ کې جنوبي افريقا په دويمه ټېسټ کرېکټ لوبه کې پاکستان ته په يوه پاڼۍ/ اننګز او ۹۲ منډو ماتې ورکړه.

د پاکستان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۹۹ منډو وسوځېده، چې په ځواب کې يې جنوبي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۷ منډې وکړې.

په دې توګه جنوبي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې له پاکستان نه ۴۱۸ منډې مخکې شوه.

پاکستان په دويم اننګز کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر په څلورمه ورځ ۳۲۶ منډې وکړې او ويې نه شو کړای چې د جنوبي افريقا اضافي منډې پوره کړي.

دا چې پاکستان ونه شو کړای د جنوبي افريقا د لومړۍ پاڼۍ اضافي منډې په دويمه پاڼۍ کې پوره کړي، نو ځکه يې په يوه اننګز او ۹۲ منډو لوبه بایلوده.

معمولآ د کرېکټ نړیوالې ټېسټ لوبې پنځه ورځنۍ وي، چې هره غاړه په کې دوه، دوه ځلې لوبې کوي.

د پاکستان د لوبې د څلورمې ورځې پيل کپتان مصباح الحق او اسد شفیق وکړ او د لوبې په لومړۍ برخه کې د جنوبي افريقا بالران چندانې بريالي نه وو.

دوی دواړه په پنځمه وېکټه د ۱۹۷ منډو شراکت وکړ او هغه مهال دغه شراکت پای ته ورسېد چې مصباح الحق د ۸۸ منډو په کولو وسوځېد.

مصباح الحق د الګر په توپ د وېکټ ساتونکي تر څنګ په سلېپ کې کېچ/ قاف شو.

يو پر يو

دا لومړی ځل دی چې اسد شفيق په ټېسټ لوبډله کې سليزه وهي، ده په يوازې سر ۱۳۰ منډې وکړې او د پاکستان وروستی لوبغاړو و، چې وسوځېد.

له مصباح او شفيق پرته نور پاکستاني لوبغاړي چندانې ښه ونه ځلېدل.

د جنوبي افريقا له لوري په دويمه پاڼۍ کې عمران طاهر او ډوميني درې، درې لوبغاړي وسوځول او تر ټولو غوره توپ اچوونکي وو.

عمران طاهر د لوبې په لومړي اننګز کې پنځه پاکستاني لوبغاړي سوځولي و او په دغه لوبه کې يې ټولټال اته لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې پاکستان د دوو ټېسټ لوبو لومړۍ هغه په ابو ظبۍ کې له جنوبي افريقا نه په اوو وېکټو ګټلې وه.

د ټېسټ کرېکټ په درجه بندۍ کې جنوبي افریقا لومړی او پاکستان شپږم ځای لري.

په دې توګه د پاکستان او جنوبي افريقا ترمنځ د ټېسټ کرېکټ د دوو سياليو لړۍ یو په يو مساوي شوه.

ورته مطالب