دوه افغان فوټبال ستوري به هندي کلب ته لوبيږي

فوټبال
Image caption په افغانستان کې دننه اوس فوټبال ليگ لوبې پيل شوې دي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي حشمت الله بارکزى او ارش هاتفي د هند ممبۍ ايف سي کلب وربللي چې د دوى له لورې لوبه وکړي.

دغه دواړه لوبغاړي د افغانستان په ملي لوبډله کې هغه وخت ډير وځلېدل چې د سويلي اسيا په اتلوليو کې لومړى مقام خپل کړ.

همدې کلب د افغانستان يو بل ستورى سنجر احمدي هم ورخپل کړى دى چې له تېر يوه کاله ورسره لوبيږي.

هند په دې وروستيو کې پر فوټبال لوبې ډيره پانگونه کړې او غواړي ليگ لوبې يې ډيرې وغوړيږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي حشمت بارکزى او ارش هاتفي اوس هند ته تللي دي او د ممبۍ ايف سي پر تړون غور کوي چې ويې منې که نه.

که دغه دوه لوبغاړي هم ورشي نو د افغانستان د ملي لوبډلې څلور لوبغاړي به په هندي ليگ کې لوبه کوي.

څو مياشتې وړاندې يو بل افغان ستورى بلال ارزو د څلورو مياشتو په مخه د چرچل برادرز کلب ته په پور ورغى او وځلېد.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ډير لوبغاړي اوس د اروپا او امريکا په فوټبال ليگونو کې لوبه کوي.

هغه چې لا هم په خپل هېواد کې په لوبه بوخت دي هڅه کوي چې په نورو هېوادونو کې ځاى ومومي چې هم له اقتصادي پلوه او هم د تجربې له اړخه ورته گټور تمامېدى شي.

په افغانستان کې دننه د فوټبال ليگ په نامه سيالۍ پيل شوي خو هغه د يوې لنډې مودې لپاره لوبې وي.

د دغې لوبې کارپوهان وايي د لوبغاړو د ښه تمرين او چمتو کېدا لپاره کالنى ليگ پکار دى چې لږ تر لږه نهه مياشتې په کې لوبغاړي په لوبو کې بوخت وي.

ورته مطالب