کوهلي، د هندي لوبډلې د 'منډو ماشين'

Image caption د هند د کرېکټ د منډو ماشين 'کوهلي' په هغو ۱۷ لوبو یو ورځنيو لوبو کې چې سليزې وهلي په ۱۶ کې يې هند بری ترلاسه کړی

په کرېکټ کې د هند د بېټ ماسټر سچن ټنډولکر بله مياشت په بشپړ ډول له کرېکټ سره خدای په اماني کوي او ويل کېږي، چې هند به بل داسې لوبغاړی په اسانۍ پیدا نه کړي، چې د ده تشه، ډکه کړي.

خو تر هغه ځايه چې د يو ورځنۍ کرېکټ لوبې خبره ده، نو هند ته 'وېرات کوهلي' يو داسې ستوری په لاس ورغلی چې د کرېکټ پوهان يې د سچن ځای ناستی بولي.

د کرېکټ پوهان په دې فکر دي، که د ډيلي دغه ځوان بېټسمین/ توپ وهونکی همداسې ولوبېږي، نو د سچن ټنډولکر ځينې ريکارډونه به مات کړي.

پخپله ټنډولکر هم دا مني چې کوهلي د ده د سليزو ريکارډ ماتولی شي.

کوهلي په ۱۱۸ مسابقو کې د ۵۲.۳۲ په اوسط ۴۹۱۹ مڼدې کړي، چې ۱۷ سليزې او ۲۶ پنځوسيزې يې په کې وهلي دي.

مات شوي ريکارډونه

د هند د کرېکټ د منډو ماشين 'کوهلي' په هغو ۱۷ لوبو کې چې سليزې وهلي په ۱۶ کې يې هند بری ترلاسه کړی.

کوهلي ۱۱ سليزې د مخالفې لوبډلې له لوري د ورکړای شوي ټاکلي هدف د پوره کولو په تعقيب وهلې دي.

د استراليا پر خلاف په روانو سيالیو کې هند دوه ځلې د ۳۵۰ منډو ستر هدف پوره کړ او دواړه وارې کوهلي په کې سليزې ووهلې.

هند شپږ ځله له ۳۰۰ د زياتو منډو هدف پوره کړی، چې پنځه وارې په کې وېرات کوهلي سليزې وهلي دي.

د نړۍ مشهور بېټمسين سنیل ګواسکر وايي: "کوهلي يو وتلی لوبغاړی دی. که تاسو له ۱۱۵ لوبو له کولو وروسته د سچن ټنډولکر او وېرات کوهلي بېټنګ وکورﺉ، نو کوهلي له سچن نه مخکې دی".

سچن ټنډولکر له ۸۰ لوبو وروسته خپله لومړۍ سليزه ووهله، خو کوهلي لومړۍ سليزه په ۱۴ مېچ کې پوره کړه.

وېرات کوهلی د استراليا پر خلاف په ناګپور کې د ۱۱۵ منډو په کولو چې تر اخره ونه سوځېد په دريم ځل د لوبو په يوه لړۍ کې له ۱۰۰۰ زياتې منډې وکړې.

سنيل ګواسکر وايي: "کوهلي ته په لومړيو کلونو کې د سچن، ورېندر سهواګ، راهل ډراوډ او وي وي ايس لکشمن په څېر لویو بېټسمينانو سره د لوبو کولو فرصت په لاس ورغی او دا د ده د کرېکټ تجربه لاپسې زیاتوي. دی پر حالاتو او د مخالف ټيم پر پلان هم پوهېږي".

کوهلي د نړۍ د کرېکټ لومړنی لوبغاړی دی، چې ۱۵ سليزې يې تر ټولو ژر پوره کړې دي او د ۴۰۰۰ منډو پوره کولو تر ټولو تېز هندي لوبغاړی دی.

Image caption ټنډولکر چې ۲۵ کلن و ۱۵ سليزې يې وهلې وې، خو کوهلي چې بله اوونۍ ۲۵ کلن کېږي ۱۷ سليزې لري

سنيل ګواسکر وايي: "ريکارډونه د ماتولو لپاره جوړېږي، خو د سچن د ځينو ريکارډونو ماتول اسانه نه دي. ماته داسې نه برېښي چې څوک دې ۲۰۰ ټېسټ لوبې وکړي او يا دې ۵۱ سليزې ووهي. خو هغه ډول چې کوهلي لوبېږي داسې برېښي چې په يو ورځنيو لوبو کې د سچن د ۴۹ سليزو ريکارډ په خطر کې دی".

هغه مهال چې سچن ټنډولکر ۲۵ کلن و، نو هغه په يو ورځنيو لوبو کې ۱۵ سليزې وهلې وې، خو کوهلي چې بله اوونۍ ۲۵ کلن کې ۱۷ سليزې لري.

د استراليا پخوانی بېټسمين ډين جونز هم وايي، کوهلي د سچن په تعقیب روان دی. "په هغه ډول چې کوهلي لوبېږي له دې ماته داسې مالومېږي چې له سچن نه به مخکې کېږي".

د کرېکټ د ماسټر درجې لرونکي لوبغاړي سچن ټنډولکر ځينې ريکارډونه شته او هغه ته رسېدل د هر بېټسمين لپاره اسانه، نه دي.

خو هغسې چې وېرات کوهلي لوبېږي، دا ویل کېدای شي چې دی د سچن ټنډولکر پر لار روان دی.

ورته مطالب