افغانستان په رگبي لوبه کې لبنان مات کړ

Image caption منصور مجيد: د افغان لوبغاړو روحيه پياوړې ده

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې په دوبۍ کې متحدو عربو اماراتو او ورپسې لبنان ته ماتې ورکړه.

له اماراتو سره ۳۱ صفر او له لبنان سره ۲۲ په پنځه افغان لوبډله بریالۍ شوه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د رګبي په نړیوالو لوبو کې لوبې ګټي.

د رگبي د فدراسيون مشر منصور مجيد بي بي سي ته وويل د افغان لوبغاړو روحيه ډېره پياوړې ده.

افغانستان نن جمعه (د نومبر لومړۍ نېټه) درې لوبې وکړې.

د اووه کسیزو لوبډلو په دغه سیالۍ کې چې د دوبۍ د سوینز په رګبي لوبغالي کې ترسره کیږي افغانستان لومړی له ایران سره مخامخ و.

لوبه خورا په زړه پورې وه او دواړو لوریو ښه سیالي وکړه.

خو پایله د لا ډيرې تجربې لرونکې لوبډلې په برخه شوه.

ایران د افغانستان د لوبډلې د ۱۲ پواینټونو په ځواب کې ۱۷ ترلاسه کړل او د رګبي لوبې په حساب یې په مټ کې بری وموند.

دویمه لوبه دوه ساعته وروسته له کوربه او لا تجربه لرونکې لوبډلې سره وشوه.

متحد عرب امارات ښه لوبغاړي او ښې اسانتیاوې لري.

خو افغان لوبغاړي داسې ورسره ولوبېدل لکه شرایط چې د دواړو غاړو سره بدل شوي وي.

افغانستان په دې لوبه کې ۳۱ صفر بریالی شو.

دا د رګبي په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لومړنی بریالیتوب دی.

په افغانستان کې کرېکټ، فوټبال او باسکېټبال هغه ډله ییزې لوبې دي چې په دې وروستیو کلونو کې افغانستان په کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د رګبي افغان لوبغاړي وايي هوډمن دي چې دوی به هم ډير ژر هېواد ته د کوم جام په پورته کولو ستنیږي.

دغه هيله یې ښايي لا تر وخت وړاندې وي خو لومړنی بری یې د پام وړ دی.

ورته مطالب