کريکټ: هند له استراليا د ۷ لوبو لړۍ وګټله

Image caption تر اوومې لوبې وړاندې دواړو لوبډلو دوه، دوه لوبې ګټلې وې او دوه يو ورځنۍ لوبې د باران له امله نه وې شوې

هند په بنګلور ښار کې د کرېکټ د يو ورځنۍ لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې استراليا ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه او د اوو يو ورځنيو لوبو لړۍ يې وګټله.

د اوومې لوبې ځانګړې خبره دا وه چې هندي بېټسمين/ توپ وهونکي روهت شرما د ۱۶ شپږيزو په وهلو ډبل سنچري/ ۲۰۹ منډې وکړې.

دا لومړی ځل دی چې يو لوبغاړی په يو ورځنۍ کريکټ لوبه کې ۱۶ شپږيږې وهي.

د لوبې پچه استراليا وګتله او هند ته يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړه، چې د شپږو لوبغاړو د سوځېدو پر سر يې ۳۸۳ منډې وکړې.

د دغه ستر هدف پوره کولو لپاره استرالیا تيزه لوبه پيل کړه، خو ټول لوبغاړي يې په ۴۶ اوور کې د ۳۲۶ منډو په کولو له لاسه ورکړل.

د استراليا له لوري فالکنر سليزه ووهله او ۱۱۶ منډې يې وکړې، چې د استراليا له لوري ښه وځلېده.

هندي بالرانو جديجا او شامي درې، درې مخالف لوبغاړي وسوځول.

په دغه لوبه کې د روهيت شرما ۲۰۹ منډې په يو ورځنيو کريکټ لوبو کې دويم ځای لري.

تر دې وړاندې د هند ويرندر سهواګ د ويسټ انديز پر خلاف ۲۱۹ منډې کړې دي چې په يو ورځنۍ لوبه کې يو ريکارډ دی.

د هند سچن ټنډولکر بل هغه لوبغاړی دی چې چې په يو ورځنۍ لوبه کې يې لومړنۍ ډبل سنچري وهلې ده.

تر اوومې لوبې وړاندې دواړو لوبډلو دوه، دوه لوبې ګټلې وې او دوه يو ورځنۍ لوبې د باران له امله نه وې شوې.

د لوبو په دغه لړۍ کې دواړو لوبډلو ډېرې منډې کړې وې او هند دوه ځلې له ۳۵۰ د زياتو منډو هدف په برياليتوب پوره کړ.

ورته مطالب