برسلونا او اتلتيکو مادريد د اروپا اتلوليو لوبې وګټلې

Image caption ليونېل مېسي تېرو څو کلونو کې برسلونا لپاره ځواکمنه لوبه کړې ده

د اروپا د اتلو فوټبال کلبونو په اتلوليو يا چمپينز ليگ کې د اسپانيا دوه لوبډلې دويم پړاو ته ورسېدې.

اتلتيکو مدريد په خپلو لومړنيو څلورو لوبو کې له برياليتوب وروسته له جي گروپ دويم پړاو ته لار وموندله.

دوى لا هم دوه لوبې لري چې که يې وهم بايلي له دويم پړاوه يې څوک نه شي راگرځولى.

برسلونا که څه هم په څلورو لوبو کې درې گټلي او يوه يې مساوي کړې ده خو بيا هم دويم پړاو ته ځکه لار مومي چې په ايچ گروپ کې ميلان، اياکس او سلټيک ترې ډير شاته پاتې دي.

د تيرې شپې په لوبو کې د انگلستان کلبونه پر جرمن سيالانو برلاسي شول.

د شمالي لندن ارسنل د جرمني دورتمند ته د هغوى په لوبغالي کې يو صفر ماتې ورکړه.

دورتمند تېر کال د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو پايلوبې ته رسېدلى و او دوه اوونۍ وړاندې يې ارسنل ته په لندن کې ماتې ورکړې وه.

په يوه بله لوبه کې د لندن چلسي د جرمني شلکا ته درې صفر ماتې ورکړه.

ارسنل او چلسي اوس په خپلو گروپونو کې په اول مقام کې دي خو لا يې هم دويم پړاو ته لار يقيني نه ده.

د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو اوسنى اتل د جرمني باين ميونيخ دى چې دا ځل هم په خپل گروپ کې تر ټولو وړاندې دى.

ميونيخ په ډي گروپ کې د څلورو لوبو په گټلو ١٢ پواينټونه لري خو ورسره د انگلستان مانچستر سټي دى چې هغوى درې سيالۍ گټلي او په دويم مقام کې لا هم د ميونيخ برلاسي ته گواښ پېښوي.

ورته مطالب