د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر کابل ته ځي

Image caption کابل ته د بلټر سفر به د فیفا د لومړني مشر سفر وي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر سپ بلټر د افغانستان د اولمپيک او فوټبال فدراسيون له مشر کرام الدين کريم سره د ليدو پر وخت په افغانستان کې د فوټبال په پرمختگ خوښي وښووله او ژمنه يې وکړه چې ژر به کابل ته سفر کوي.

د افغانستان د فوټبال لوبډلې تاریخ تر ۱۳۲۰ کال پورې رسېږي، خو تر اوسه د فیفا هېڅ مشر کابل ته نه دی تللی.

کابل ته د بلټر سفر په افغانستان کې د فوټبال برخې اهمیت په ډاګه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر او ځينو نورو چارواکو د تېرې جمعې په ورځ (عقرب/ لړم ۱۷) د ۱۷ کلنو فوټبالرانو د فوټبال نړیوالې سیالۍ وروستي پړاو لپاره په متحده عربي اماراتو کې وو.

د ۱۷ کلنو فوټبال لوبغاړو په دې سیالۍ کې د مکسیکو او نایجریا لوبډلې هم ګډون لري.

د ۲۰۱۳ کال د ۱۷ کلونو فوټبال لوبغاړو اتلولۍ کې، چې په اماراتو کې وشوه، افغانستان برخه نه لرله.

د ۱۷ کلونو فوټبال سیالي په ۱۹۸۵ کال پیل شوه، چې په هرو دوو کلونو کې یوځل کېږي.

په تېرو ۱۴ پړاوونو کې د پخواني شوروي اتحاد اتو هېوادونو سربېره، نایجریا، ګانا، سعودي عربستان، فرانسې، مکسیکو، سویس او برازیل ګډون کړی و.

په دوی کې نایجریا او برازیل درې اتلولۍ ګټلې، چې د دغو لوبډلو تر ټولو ډېر ویاړلي ټیمونه ګڼل کېږي.

د روان کال سپتمبر کې د اروپا د فوټبال اتحاديې (یوفا) مشر میشل پلاټيني هم کابل ته سفر کړی و، او ژمنه يې دا وه چې د اروپا فوټبال اتحادیه به د افغانستان د فوټبال فدراسیون ملاتړ وکړي.

ورته مطالب