د پنځو کريکټ لوبو لړۍ جنوبي افريقا وګټله

Image caption د پنځو يو ورځنيو لوبو دویمه يې پاکستان ګټلې ده

په ابو ظبۍ کې د جنوبي افريقا کرېکټ لوبډلې په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړې ده.

د دغې لوبې په ګټلو جنوبي افريقا د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ له پاکستان نه وګټله.

جنوبي افريقا لومړی لوبه وکړه او پاکستان ته يې د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان د لوبې پيل محمد حفيظ او احمد شهزاد وکړ، چې د پاکستان لپاره يې ښه پيل وکړ.

هغه مهال چې د پاکستان د منډو شمېر ۷۴ و، احمد شهزاد د ۴۳ منډو په کولو وسوځېد.

د شهزاد له سوځېدو لږ وروسته محمد حفيظ د عمران طاهر په توپ وسوځېد.

په بل اوور کې اسد شفیق له يوې منډې وروسته کيچ اوټ شو او له دې وروسته د کپتان مصباح الحق او صهيب مقصود ترمنځ د ۸۸ منډو شراکت وشو.

مقصود ۵۶ منډې وکړې. له دې وروسته بېټنګ لاين کې بدلون راوستل شو او سهيل تنوير لوبې ته واستول شو، چې له يوې منډې وروسته وسوځېد.

کپتان مصباح الحق ۶۵ او عمر اکمل ۲۲ منډې وکړې. د پاکستان تکړه ال راونډر چې د پاکستان ډېر اميدونه پرې تړلي و، او سترګې ورته وې ايله درې منډې وکړې.

د جنوبي افريقا له لوري تېز بالر سټين د ۲۵ منډو په ورکولو سره پنځه ويکټې ترلاسه کړې.

د پاکستان تر لوبې وړاندې جنوبي افريقا پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه او د پنځو لوبغاړو د سوځېدو پر سر يې ۲۶۶ منډې وکړې چې د کاک کوينټن سليزه هم په کې وه.

کاک کوينټن د ۱۴ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۱۱۲ منډې وکړې او د جنيد خان په توپ مصباح الحق قاف/ کيچ کړ.

هاشم آمله ۴۶ او ډي ويليرز ۳۰ منډې وکړې.

د پاکستان او جنوبي افريقا ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو له څلور لوبو يې درې جنوبي افريقا او يوه پاکستان ګټلې.

لومړۍ لوبه پاکستان په يوه منډه بایلوده او دويمه يې وګټله.

ورته مطالب