لومړۍ ۲۰ اووريزه لوبه کې د جنوبي افريقا بری

Image caption عمر اکمل يوازنی پاکستانی لوبغاړی و، چې د افريقايي بالرانو پر وړاندې ودرېد

جنوبي افریقا د ۹۸ منډو هدف په څوارلس اعشاریه دريم اوور کې د يوه لوبغاړي د سوځېدو پر سر پوره کړ.

د جنوبي افريقا له لوري یوازنی سوځېدلی بېټسمين/ توپ وهوونکی هاشم آمله و.

د افریقا له لوري ډي کاک ۴۸، ډو پلسېس ۳۷ او هاشم آمله ۱۳ منډې وکړې او لوبه يې وګټله.

پاکستان د لومړۍ شل اووريزې لوبې پچه وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پرېکړه وکړه، چې ښه ونه ختله.

د پاکستان له لوري د لوبې پيل صهيب مقصود او احمد شهزاد وکړ.

په دغه لوبه کې هم د پاکستاني لوبغاړو پيل بې خونده و.

هغه مهال چې د پاکستان ټولې منډې يوازې ۴ وې، درې لوبغاړي يط سوځېدلي وو.

په دغه لوبه کې پرته له عمر اکمل نه چې ۴۹ منډې يې وکړې د پاکستان بل هېڅ لوبغاړی د افريقايي بالرانو پر وړاندې ونه دريد.

د جنوبي افريقا لومړی اوور ټوټسوبې وکړ او په څلورم توپ يې احمد شهزاد وسوځاوه.

له احمد شهزاد وروسته شاهد اپريدی بېټنګ ته راووت.

له شهزاد وروسته په يو ورځنيو لوبو کې د دوه نيمه سليزو وهوونکی صهيب مقصود وسوځيد او ورپسې آل راونډر محمد حفيظ اوټ شو.

د حفيظ او مقصود دواړو ويکټې ډيرل سټين واخيستې.

له دوی وروسته شاهد اپريدی پر باونسر توپ د شاټ وهلو په هڅه کې وسوځېد. ده يوازې لس منډې وکړې.

عبدالرزاق د پاکستان شپږم لوبغاړی و، چې وسوځېد له ده وروسته سهيل تنوير هم اوټ شو.

جنوبي افريقا له پاکستان نه د پنځو يو ورځنيو لوبو څلور هغه وګټلې او دوه ټيسټ لوبې يې يو په يو مساوي کړې.

ورته مطالب