ټنډولکر له کريکټ سره خدای په اماني وکړه

Image caption سچن ټنډولکر په ټيسټ کريکټ لوبو کې ۵۱ سليزې وهلي دي

د سچن ټنډولکر په وروستۍ لوبه کې هند ویسټ انډيز ته په يوه پاڼۍ او ۱۲۶ منډو ماتې ورکړه او د دوو ټيسټ لوبو دغه لړۍ يې دوه صفر وګټله.

دغه لوبه په دريمه ورځ د لوبې په لومړۍ برخه کې پای ته ورسېده.

په دويمه پاڼۍ/ اننګز کې د ويسټ انډيز ټوله لوبډله يوازې د ۱۸۷ منډو په کولو وسوځېده.

د لومړۍ پاڼۍ په څېر په دويمه پاڼۍ کې هم پرګیان اوجها پنځه ويکټې واخيستې.

د ممبيي په وانکهيړي لوبغالي کې سچن ټنډولکر ته د خدای په امانۍ لپاره د ده زيات مينه وال ورغلي وو.

د لوبې ګټلو او له کريکټ سره د خدای په اماني وروسته د ټنډولکر سترګې له اوښکو ډکې وې.

سچن ټنډولکر خپلو مينه والو ته وويل: ''زما د کريکټ دوره د ۲۲ متره او ۲۴ کلونو ترمنځ ده او نن له دې خدای په امانی زما لپاره ډېره سخته ده''.

ټنډولکر په دې توګه دا ویل غوښتل چې زما ۲۴ کاله د کريکټ په پيچ چې شاوخوا ۲۲ متره اوږدوالی لري تېر کړي دي.

ټنډولکر په خپله وروستۍ ټسټ لوبه کې ۷۴ منډې وکړې. ده په ۲۰۰ پاڼيو کې د ۵۳،۷۸ منډو په اوسط ۱۵۹۲۱ منډې کړي.

ده په ټيسټ لوبو کې ۵۱ سليزې او ۶۸ پنځوسيزې وهلي دي.

د ده مينه والو هيله لرله چې که ويسټ انديز ښه لوبه وکړي، نو ټنډولکر ته به د دويمې پاڼۍ د لوبېدو فرصت هم په ګوتو ورشي.

ورته مطالب