پاکستان د ۲۰ اووريزو کريکټ لوبو لړۍ مساوي کړه

Image caption پاکستان لومړۍ شل اووريزه لوبه یوازې په څلورو منډو وبایلله

د جنوبي افريقا په کپټاون ښار کې د پاکستان کريکټ لوبډلې جنوبي افريقا ته په شپږو منډو ماتې ورکړه او دوه ۲۰ اووريزه سيالۍ يې يوه په یوه مساوي کړې.

پاکستان د لوبې پچه وګټله او پخپله يې لومړی د لوبو کولو پريکړه وکړه.

پاکستان په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۷۶ منډې وکړې.

د پاکستان په بېټنګ کې مهم رول محمد حفيظ او کامران اکمل ولوباوه او په دويمه ويکټه يې د ۱۰۲ منډو شراکت وکړ.

دواړو لوبغاړو په ډېر تدبير لوبه کوله او دواړو پنځوسيزې ووهلې.

محمد حفيظ د ۳ شپږیزو او ۵ څلوريزو پر مټ په ۵۳ توپونو ۶۳ منډې وکړې او عمر اکمل د ۴ شپږیزو او ۵ څلوريزو پر مټ په ۵۵ توپونو ۶۴ منډې وکړې.

محمد حفيظ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د جنوبی افريقا له لوري پارنل يو او ډيل سټين دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

جنوبي افريقا د ۱۷۷ منډو هدف پوره کولو لپاره لوبه پيل کړه، خو يوازې د شپږ منډو په توپير يې لوبه بايلوده.

د پاکستان په څير د جنوبي افريقا هم څلور لوبغاړي وسوځېدل.

د جنوبي افريقا له لوري هاشم آمله د ۵ څلوريزو پر مټ ۴۸ او ډومني ۴۷ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري سعيد اجمل يو او شاهد افريدي درې مخالف لوبغاړي وسوځول.

په لومړۍ ۲۰ اووريزه لوبه کې جنوبي افريقا پاکستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.

ورته مطالب