مانچستر سټي لوبډلې برى وموند

د انگلستان د مخکښ فوتبال ليگ يا پرېمېرشيپ په سياليو کې د مانچستر سټي لوبډلې د لندن ټاټنهم ته شپږ صفر ماتې ورکړه او د ٢٠ لوبډلو په کتار کې يې څلورم نمبر خپل کړ.

د ٣٨ لوبو په دغو سياليو کې اوس ١٢ ترسره شوې دي او د لندن ارسنل په کې د ٢٨ پواينټونو په ترلاسه کولو لا هم په اول نمبر دى.

مانچستر سټي ټاټنهم ته په ١٤ ثانيه کې گول ورکړ او له دغه گول سره بشپړ برلاسى ښکاره شو.

د لوبې تر وقفې پورې ټاټنهم درې گولونه خوړلي و.

تر دغې سيالۍ وړاندې ټاټنهم په ټول ليگ کې تر بل هر کلب لږ گولونه خوړلي و.

مانچستر سټي په دويمه برخه کې هم درې گولونه وکړل او په دې ډول يې لوبه شپږ صفر وگټله.

په يوه بله لوبه کې د تير کال اتل مانچستر يونايتد له کارديف سره لوبه دوه په دوه مساوي ختمه کړه.

ارسنل د شنبې په ورځ سوتمپتن ته دوه صفر ماتې ورکړه او خپل لومړى مقام يې وساته.

په دويم نمبر ليورپول دى چې ايورټن سره يې لوبه درې په درې مساوي شوه.

چيلسي له ويست هام څخه لوبه درې صفر وگټله او په ٢٤ پواينټونو په دريم مقام کې دى.

ورته مطالب