د نوروز بېټنګ افغان لوبډله پای لوبې ته وويسته

Image caption نوروز منګل د ۶ څلوريزو او يوې شپږیزې پر مټ ۴۸ منډې وکړې

افغان کريکټ لوبډلې د کريکټ د ۲۰ اووريزو سياليو نړيوال جام ته د لارې موندلو په نيمه پای لوبه کې نيپال ته په ۷ ويکټو ماټې ورکړه.

افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او نيپال ته يې د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

د کپتان محمد نبي دغه پريکړه ښه وخته او افغان بالرانو وکړای شول، چې د نيپال لوبډله په ۹۰ منډو وسوځوي.

افغان بالرانو نيپالي بېټسيمنان/ توپ وهونکي نه پرېښودل چې هرې خواته پرې شاټونه ووهي او يو پر بل پسې يې وسوځول.

ويساواکر يوازنی نيپالي بيټسمين و، چې د افغان بالرانو پر وړاندې يې يو څه مقاومت وکړ او د نيپال منډې يې ۹۰ ته ورسولې.

سميع الله شينواري درې، دولت ځدراڼ دوه او عزت الله دولتزي هم دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

ظاهرآ د دغه نبستآ اسانه هدف په تعقيب افغان لوبډلې لوبه پيل کړه، خو لومړنۍ دوه ويکټې يې ډېر ژر له لاسه ورکړې.

هغه مهال چې د افغان لوبډلې د منډو شمېر ايله ۱۲ وو، دوه لوبغاړي يې سوځېدلي و.

خو وروسته لوبه نوروز منګل او سميع الله شينواري کابو کړه او دواړو افغان لوبډلې ته ګټونکی شراکت وکړ.

نوروز منګل په ۳۴ توپونو ۴۸ منډې وکړې او يوازې دوه منډې پاتې وې چې پنځوسيزه ووهي.

سميع الله شينواري ۲۴ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېد.

افغان لوبډلې دغه هدف په ۱۵ اوور کې پوره کړ.

ورته مطالب