۲۰۱۳: یایا توري ته د بي بي سي د غوره لوبغاړي جایزه

یایا توري
Image caption توري پنځه پرله پسې ځله دغې جایزې ته نومول شوی.

د عاج ساحل او مانچسټر سیټي لوبغاړي یایا توري ته د بي بي سي د ۲۰۱۳ کال د افریقا غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

توري په تېرو څلورو کلونو کې دغې جایزې ته نومول شوی و، خو ایله سږ کال یې په ګټلو وتوانېد.

نوموړی سږ کال پر بییر اوبامیونګ، ویکتور موزس، جان میکال اوبي او جنتن پیټروبیا لاسری شو.

یایا توري بي بي سي ته وویل: "دا ډېر خوندور کار دی، چې پنځه ځلې یوې جایزې ته نومول شې او بیا یې ترلاسه کړې".

نوموړی زیاتوي: "دا په نړيواله کچه د افریقايي لوبغاړو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. زما مخکني ملګري هم تکړه لوبغاړي وو، چې د غوره لوبغاړو جایزې ورکړل شوې".

د ۲۰۱۳ کال د افریقايي لوبغاړو غوره شوی لوبغاړی وايي چې "باور لرم چې د افریقا د فوټبال لوبډله به پرله پسې توګه مخته ځي، دا زموږ ټولو لپاره ډېره مهمه خبره ده، د یوه افریقايي په توګه زه ورباندې ویاړم".

د افریقا په ګردو هېوادونو کې ددې جایزې لپاره غوره لوبغاړي د ۴۴ کارپوهانو له خوا انتخابېږي.

په غوراوي کې تر ډېره مسلکي مهارتونه، ډله ییزه لوبه، او د روحي کچې ثبات پام کې نیول کېږي.

د دغه لوبغاړي ملاتړو پر انټرنېټ یو بل ته د مبارکۍ پیغامونه لیکلي او استولي دي.

توري وايي: "په ټوله نړۍ کې له هغو هڅوونکو منندوی یم چې تل یې زما ملاتړ کړی، ښکاري چې زموږ کړنې او بریالیتوب د خلکو هیلې ریښتیا کولی شي".

مخکنۍ جایزې

  • ۲۰۱۲: کریسټوفر کتونګو (زیمبابوې)
  • ۲۰۱۱: اندري ډیډي ايي (ګانا)
  • ۲۰۱۰: اسوماوه ګیان (سنډر لینډ او ګانا)
  • ۲۰۰۹: ډایډر دروګبا (چیلسي او د عاج ساحل)
  • ۲۰۰۸: محمد ابوتریکا (الاهلي، او مصر)
  • ۲۰۰۷: ایمانوېل ادیبایور (ارسنال او توګو)
  • ۲۰۰۶: میکایل اسین (چیلسي او ګانا)
  • ۲۰۰۵: محمد برکات (الاهلي او مصر)
  • ۲۰۰۴: جاې جې اوکوچو (بوټن او نایجریا)
  • ۲۰۰۳: جې جې اوکوچو (بوټن او نایجریا)
  • ۲۰۰۲: الحجي دیوف (لیورپول او سنیګال)
  • ۲۰۰۱: سامي کوفور (بایرن مونیخ او ګانا)
  • ۲۰۰۰: پاټریک مبوما (پارما او کامیرون)