شېبه په شېبه:‌ د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبه

<span >پاکستان شل اوریزه لوبه وګټله.‌

زموږ ژوندی پوښښ هم پای ته ورسېد. د ملتیا نه مو مننه. زه اسمعیل میاخیل درنه اجازه غواړم. الله مو مل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ شل اوريزه نړيواله لوبه په عربي‌ متحده امارت کې پای ته ورسېده. دا لومړی ځل و چې افغانستان او پاکستان له یو بل سره شل اوریزه لوبه کوله. پاکستان په ۲۰ اوريزو نړيوالو لوبو کې پر څلورمه په داسې حال کې چې افغانستان په کې پر ۱۱ مه شمېره دی.

<span >پاکستان شل اوریزه لوبه وګټله.‌

<span >19:15

په یو توپ یوې منډې ته اړتیا ده.

19:12

شاهد اپرید ولاړ دی او دولت ځدران توپ اچوي.

19:11

په لوبغالي‌کې نژدې ټول کسان ولاړ دي.

<span >19:10

وروستی اور. په ۶ توپونو ۶ منډو ته اړتیا ده.

19:07

شعیب مقصود رنز اوټ شو. پاکستان له پیل نه ډېره په احتیاط‌ لوبه کوله.‌ افغان لوبغاړو پاکستان ته کټل ګران کړي دي.

19:03

پاکستان ته په ۱۲ توپونو ۱۶ منډې په کار دي. حمید حسن توپ اچوي. دا د لوبې لپاره خورا مهم اور دی.

18:58

پاکستان ته په ۱۹ توپونو ۲۴ منډې په کار دي. دولت ځدران توپ اچوي.

18:58

دولت ځدراڼ <span >د پاکستان عمر اکمل واخیسته. د شپږېزې څو ثانې وروسته د ځدران د اکمل ویکټه ویشتله.<span >

18:54

عمر اکمل هم یوه شپږېزه ووهله.

18:49

<span >په<span >شاهپور ځدراڼ<span >یوه ستره<span >شپږیزه ولګېده.

18:41

مجید قرار: موږ یې ګټل نه غواړو، خو دا ثابتول غواړو چې ستاسې د شپېتو کلونو مزل زموږ د پنځو کلونو دی. زموږ د کډوالو د دوو غریبو او خټینو کېمپونو راوتلي لوبغاړي ستاسې د ټول هېواد له غورچاڼ سره برابر دي.

18:41

د پاکستان کپتان یوه شپږېزه ووهله.‌ پاکستان ته په ۳۶ توپونو ۴۹ منډې په کار دي. حمید حسن توپ اچولو ته را ووت.

18:34

<span >همیرا حمیدي، یو وخت به مې د خپل ورور سره د شاهد اپرید لوبه کتله، نن له هغو سره په سیالۍ کې د خپلې ملي لوبډلي لوبې نه خوند اخلو.<span >

18:31

میرمن موزي، په لومړي‌ ځل د کریکټ لوبه ګورم. زه په خپلو افغانانو ډېره ویاړم.

<span >18:25

د لوبې ګټلو لپاره پاکستان ته په ۶۰ توپونو ۷۳ منډې په کار دي.

18:20

د پاکستان بل لوبغاړی <span >شرجیل احمد, نبي عیسی خیل وسوځاو.‌<span >

18:20

شرجیل یوه ستره شپږیزه ووهله. <span >میرویس اشرف توپ اچوي.<span >

18:15

سمیع الله شینواری شهزاد وسوځولو او حفیظ لوبې ته را ووت. سمیع الله د ویکټې اخیستو وروسته په لوبغالي کې پروازونه کول. کیچ <span >ګلبدین نایب واخیست.

18:08

۶۸ کاله کیږي چې پاکستان کریکټ کوي او د نړۍ په کچه د سر سر په لوبډلو کې راځي.

18:00

د پاکستان له لوري احمد شهزاد او شرجیل خان ولاړ دي. <span >ډېر په احتیاط لوبه کوي.<span >حمید حسن په يوه اوور کې یواځې پنڅه منډې ورکړې>

دولت ځدراڼ توپ اچونې ته راغی

17:57

حمید حسن توپ اچونه پیل کړه. په لومړی توپ یې نژدې شهزاد سوځولی وو.

د لندن پر وخت: 17:44

نبي عیسی خیل ښکلې توپ اچونه وکړه او په لومړي اوور کې یې یواځې ۵ منډې ورکړې.

د لندن پر وخت: 17:42

د پاکستان شهرزاد په لومړی توپ‌ څلوریزه ووهل.

د لندن پر وخت: 17:41

نبي لومړی بالینګ یا توپ اچونه پیل کړه.

لوبه پیل شوه. پاکستان بیټینګ کوي او افغانستان بالینګ.‌

د لندن پر وخت: 17:40

ريیس احمدزی وايي‌ ۱۳۸ ښه هدف دی.

د لندن پر وخت: 17:35

څو شېبې وړاندې د پاکستان لوبډلې کپتان محمد حفیظ وویل چې افغانستان د دوی پر وړاندې ډېر ښه لوبه وکړه. د دوی پر سپینرانو یې ډېر ښه شاټونه ووهل. ښاغلي حفیظ وویل چې د پیل نه د افغان لوبغاړی هدف یوه یوه منډه نه دوی شاټونه ډېر وهي نو ځکه موږ هم غوښتل چې په لومړینو اورونو کې ویکټي واخلو.

د لندن پر وخت: 17:31

افغانستان په ټاکل شویو شلو اورورنو کې ۱۳۷ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۱۳۸ منډو هدف کېښود. اوس وقفه ده.

د لندن پر وخت: 17:30

<span >د افغان لوبډلې مخکني کیپټان رییس احمد زي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، کله یې چې د نړیوال جام لپاره لوبه کوله دومره احساساتي نه وو لکه نن چې دی.

د لندن پر وخت: 17:27

جاوید علي خان، پاکستان/ټویټر: زه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کریکټ لوبه تعقیبوم. افغان لوبډله ښه لوبېږي. دوی له پاکستان څخه کریکټ زده کړ، زموږ لوبغاړو دوی وروزل خو دوی اوس نړیوال کپ ته غوره شول. ښه خبره ده.

ربا رضوي، ټویتر/ پاکستان: زما مور ولې ما اړباسي چې د کریکټ دغه بوله وګورم؟

د لندن پر وخت: 17:25

ز<span >موږ همکار هدایت الله همیم له کابله:

د افغانستان ځینې خصوصي تلوېزیونونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کریکټ دغه لوبه په ژوندۍ بڼه خپروي، چې د نورو ورځو پرتله یې له برکته ډېر کتونکي خپل کړي. پر ټولنیزو رسنیو هم د کریکټ لوبې مینه وال شېبه په شېبه تازه معلومات ورکوي، د افغان لوبغاړو په سوځېدو ګڼ مینه وال دا د ځآن لپاره سم بخت نه بولي، خو ځینې نور بیا د بریا هیله مندي ښيي او وايي، که افغانستان لوبه وګټله، دوی به ډېرې خوشحالۍ وکړي.

<span >د لندن پر وخت: 17:22

دولت ځدران وسوځېدلو. د افغانستان د منډو کچه ۶.۹۶ ده. حمید حسن لوبې ته راووت.

د لندن پر وخت: 17:15

میرویس اشرف یوه شپږېزه او یوه څلوریزه ووهله.

د لندن پر وخت: 17:14

زموږ همکار خوشحال تایب له کابله. زما کور چې د یوه بوخت سړک سره په خوا کې دی نن د موټرو غږ تر ډېره نه اوروم او سرګونه هم خالي دي، زیاتره خلک لوبه ګوري، ځکه د افغانستان څو تلویزیوني چینلونه لوبه مخامخ خپروي.<span >

د لندن پر وخت: 17:11

اشرف هم څلوریزه ووهله.

د لندن پر وخت: 17:09

ګلبدین څلوریزه ووهله.

د لندن پر وخت: 17:09

پاکستاني فیلډران نه پرېږدي چې ډېرې منډې پرې جوړې شي.

د لندن پر وخت: 17:05

د نجیب ځدران سوځېدو وروسته اوس لوبه لږه سړه شوه. ګلبدین نایب او میروس اشرف لوبېږي. <span >نجیب ځدراڼ هم ارزښتناکه ویکټه وه.

د لندن پر وخت: 16:58

ټویټر- حکمت خلیل کرزی: د افغانستان او پاکستان کریکټ لوبډلو ته په دغه لوبه کې ښه فرصتونه غواړم.

د لندن پر وخت: 16:55

<span >سمیع الله شنیواري په ۱۰ توپونو ۱۶ منډې وکړې او وسوځېد.<span >میرویس اشرف لوبې ته راغی.

د لندن پر وخت: 16:50

بله ښکلې شپږیزه د سمیع الله شینواري له خوا.

<span >د افغانستان پیاوړی توپ اچونکی حمید حسن چې په نننۍ لوبه کې به لوبېږي څو شیبې وړاندې وویل چې د پاکستان پیل ډېر ښه وو خو موږ هدف لرو چې ۱۵۰ منډې جوړې کړو. که داسې وشول او بالینګ مو ښه وکړ د کټول چانس لرو.<span >

د لندن پر وخت: 16:49

نذرانه یوسفزۍ: کله مې چې د افغان بېټسمن نجیب له خوا واورېدل چې راځه راځه زړه مې په ګوګل کې په درزا شو، ډېر خوندور غږ و. <span >د افغانستان لوبډله زړونه وړي، نبي څه ښه بیټینګ کوي.

د لندن پر وخت: 16:45

افغان لوبډلې تر اوسه ۴ څلوریز او څلور شپږیزې وهلي دي.

د لندن پر وخت: 16:44

<span >سمیع الله شنواري‌ په شاهد شپږېزه ووهله.

د لندن پر وخت: 16:42

د محمد نبي عیسی خیل ویکټه ولوېده او ۱۰ توپونو یې ۱۵ منډې وکړې. نبي شاهد وسوځو.

د لندن پر وخت: 16:38

<span >نجیب ځدراڼ په شاهد افریدي ستره او ښلې شپږیزه ووهله.

<span >

<span >د لندن پر وخت: 16:37

کپتان نبي‌ ښه لوبه پیل کړی. بله څلوریزه یې هم ووهله.

د لندن پر وخت: 16:33

شاهد اپریدی توپ اچونې ته راغی. <span >شاهد اپریدي له افغانستان سره په تېره لوبه کې پنځه ویکټې اخیستې وې

د لندن پر وخت: 16:29

زکیه غوثي: زه د کرکټ په لوبه نه پوهیږم خو دعا کوم، چې یا ربه دا لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوې. تاسي هم امین ووایئ

د لندن پر وخت: 16:27

اصغر ستانکزی هم وسوځېدلو. <span >اصغر په ۲۰ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې.

د لندن پر وخت: 16:25

وحید عمر، د ولسمشر کرزي پخوانی ویاند

له نورو بحثونو چې تیر شو د افغانستان او پاکستان د کریکټ لوبه نن شپه ده. تصمیم لرم له دوستانو سره یې یو ځای په Wakhan Café کې وګورو. که راځئ خدای مو راوله. که افغانستان وګټله، سم جشن به جوړ کړو.

د لندن پر وخت: 16:20

د افغانستان لوبډلې لومړۍ څلوریزه ووهله.

د لندن پر وخت: 16:19

<span >د پاکستان توپ اچونکي تر اوسه ښه ثابت شوي دي<span >او افغان لوبغاړو ته د منډو جوړلو وخت نه ورکوي.

<span >نجیب ځدراڼ لوبې ته راغی

نجیب ښه شارټ وکړ، خو هلته فلیډر موجود وو او یواځې یوه منډه جوړه شوه<span >

نوروز منګل هم وسوځېد

د لندن پر وخت: 16:10

د افغانستان د منډو اوسط تر اوسه ټیټ دی, شهزاد محمدي <span >د دویم اور په لومړي بال<span > اوټ شو

<span >د لندن پر وخت: 16:05

شهزاد محمدي خپله ویکټه له لاسه ورکړه او په دوو منډو وسوځېد

اصغر ستانکزی لوبې ته راووت<span >

د لندن پر وخت: 16:00

نوروز منګل او شهزاد محمدي منډې جوړوي.

لوبه پیل شوه

پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او لومړی یې خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله.

<span >

د لندن پر وخت: 15:30

پاکستان په کریکټ‌ کې ډېره تجربه لري. دوی <span >په ۱۹۹۲ کال کې نړیواله اتلولي وګټله او په ۱۹۹۹ کال کې د نړیوالو اتلولیو پای لوبې ته هم رسېدلی و. که څه هم د افغانستان کریکټ ډېر ځوان دی خو له دې وروستیو بریا وروسته داسې نه ښکاري چې پاکستان به دوی په اسانۍ سره ماتې ورکړي.

د لندن پر وخت: 15:14

<span >اجمل

ایا افغان ملي لوبډله به پاکستان لپاره لوبه سخته کړي؟ که یې داسې وکړل نو دا به د افغانستان لپاره بری وي.‌

د لندن پر وخت: 15:09

<span >د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي هم له خپلو ملګرو غوښتي چې د ۲۰۰۹م کال د نړیوالو اتلانو په وړاندې خپل استعداد وښيي.

نوموړي زیاته کړه دا مهمه ده چې موږ د پاکستان په څېر غښتلي ټیم پر وړاندې لوبېږو او په ځانګړې توګه چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام ته مو لاره موندلې ده.<span >

د لندن پر وخت: 14:20

ایمل پسرلی، د بي‌بي‌سي پښتو ملټي ميډیا ایډیټر

تر ګټلو او بایللو د لوبې څرنګوالی مهم دی. که افغان لوبډله ښې منډې وکړي، بالینګ یې هم ښه وي او بیا هم لوبه وبایلي عیب نه دی، دلته د افغان لوبغاړو لوبې ته پام دی نه د دوی د سیالۍ پایلې ته.

د لندن پر وخت: 14:00

خیبر ساپی

د شل اوریزو لوبو په ګټلو به اوس تبصره دومره دقيق نه وي خو افغان اتلان ته به دعا کوو چي دا لوبه وګټي.

د لندن پر وخت: 13:58

رحیم الله عابد

زما په اند که افغانستان خپل فیلډینګ او بالنګ ښه کړي نو وایم چې افغانستان به بریا خپله کړي.

اشاب عابد، کونړ

کریکټ د چانس لوبه ده، اعتبار نه دی په کار. افغانان باید په پوره فکر سره لوبه وکړي.

د لندن پر وخت: 13:28

Image caption پاکستان په ۲۰ اوريزو نړيوالو لوبو کې پر څلورمه په داسې حال کې چې افغانستان په کې پر ۱۱ مه شمېره دی.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې کپتان <span >محمد حفیظ<span >د شنبې پر ورځ خپل ټيم ته خبرداری ورکړ چې افغان لوبډله په لنډو لوبو کې خطرناکه ده او ځانونه دې ورته چمتو کړي.

ښاغلي حفیظ خپل ټيم ته چې د کرېکېټ نړیوالې شورا په شل اوریزو لوبو کې له دویمې کچې څلورمې ته ټيټ شوی او له جنوبي افریقا سره یې له څلورو درې لوبې بایللې، خبرداری ورکړ چې پر ځان دې ډېر نه غره کېږي.

ښاغلي حفیظ زیاته کړه سره له دې چې تکړه سپېن بالر سعید اجمل ورسره نه شته خو باید زیاته هڅه وکړو ځکه یو لوبغاړی د شل اوریزو لوبه بدلولی شي.

د لندن پر وخت: 13:18

ریس احمدزی ، د ملي لوبډلې پخوانی کپتان

د افغانستان په لومړنیو درو لوبغاړو کې باید یو اقلآ تر ۱۶ اووره پورې ودریږي او د ۱۵۰ منډو هدف ته فکر وکړي

ولي امین، د افغانستان د ۱۹ کلنو د لوبډلې روزونکی

Image caption لوبه د لندن پر وخت څلور بجې او د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ پیلېږي.

۱۴۰ منډې که هدف وټاکلی شو ښه به وي، اول باید بیټینګ وګړو او په وروستیو شپږو اوورونو کې باید تیزه لوبه وکړو.

دولت احمدزی، پخوانی افغان بالر او اوی ر تنکیو لوبډلو روزونکی له کابله:

افغان لوبډله دې په لړومړیو شپږو اورونو کې تیزه لوبه وکړي بیا دې تر ۱۶ مه اوره ارامه لوبه وکړي او په پای کې دې بیا لوبه تیزه کړي.

د لندن پر وخت: 13:10

هستي ګل عابد ، پخوانی افغان بالر، له ننګرهاره

افغان لوبډله باید خپله عادي لوبه وکړي او هڅه وکړي چې شل سره اوورونه ولوبوي

ریس احمدزی، د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان له کابله:

که افغان لوبډلې اول بیټینګ وکړ او پاکستان ته یې د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه نو افغان بالران پاکستاني لوبغاړي کابو کولی شي او د لوبې د ګټلو چانس شته.

شهنار بي بي

پاکستان به دا لوبه ګټي

احمد خان

بالکل پاکستان به انشا الله دا لوبه ګټي

شکیلا سلام

افغانستان به یې ګټي.

د لندن پر وخت: 13:00

ستړي مه شئ.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لومړنۍ نړیوالې شل اوریزې لوبې پيل ته لا وخت شته خو دا دی اوس به پرې خبرې پيل کړو چې څوک یې ګټي او څه په کار دي.

سر له اوسه خپلې تبصرې او شنننې راولیږئ.

دا پاڼه به شېبه په شېبه تازه کوو نو لطفآ د وروستیو مطالبو لیدو ته په بیا بیا دا پاڼه ګورئ.