افغانستان په کرېکټ پايلوبه کې پر ايرلنډ برلاسى دى

Image caption عزت الله دولتزي لومړنى کس هغه وخت وسوځاوه چې ايرلنډ لا يوازې اته منډې درلودې.

د لويو وچو يا اينترکانتېننتل کپ دا پايلوبه پنځه ورځنۍ ده خو لومړنۍ ورځ يې داسې ښکاره شوه لکه له شل اوريزو سياليو چې دواړه لوبډلې لا هم نه وي راوتلي.

پچه افغانستان وگټله او لومړى يې ايرلنډ ته د لوبې بلنه ورکړه.

د کپتان محمد نبي دا پرېکړه هغه وخت پر ځاى ښکاره شوه چې ايرلنډ يوازې څو پنځوس منډې کړې وې او نيمايي لوبغاړي يې سوځېدلي و.

عزت الله دولتزي لومړنى کس هغه وخت وسوځاوه چې ايرلنډ لا يوازې اته منډې درلودې.

له دې وروسته دولت ځدراڼ درې کسه وسوځول او د لوبې تله يې د افغانستان په لور کږه کړه.

که څه هم اندرسن ٥٥ منډې وکړې او داسې ښکارېده چې د ايرلنډ نړېدونکې بېړۍ کابو کوي خو رحمت شاه نه يوازى دى بلکې دوه نور لوبغاړي هم وسوځول.

رحمت شاه ليگ برېک بالېنگ کوي خو تر توپ اچولو يې بېټينگ ډير د پام وړ دى.

سميع الله شينواري هم دوه کسه وسوځول.

بريالى بالر دولت ځدراڼ و چې څلور کسه يې ستانه کړل.

ايرلنډ ټول لوبغاړي يوازې په ١٨٧ منډو له لاسه ورکړل.

په ځواب کې افغانستان ښه پيل درلود.

نوروز منگل او بشير نوري ٢٩ منډې وکړې چې نوروز وسوځېد.

شهزاد په ١٦ او نوري په ٢٩ منډو لاړل خو په پاى کې رحمت شاه او اصغر ستانکزى ولاړ و او افغانستان ٨١ منډې درلودې.

اوس افغانستان يوازې ١٠٦ منډې شاته دى.

افغان لوبغاړي به غواړي چې په لومړۍ پاڼۍ کې ښه برلاسى شي چې په دويم ځل برى ممکن کړي.

ورته مطالب