ګریم سوان تقاعد اعلان کړ

Image caption سوان دغه پرېکړه خورا په بېړه کړې. مایکل وان

د انګلستان سپین بالر ګریم سوان له کرېکټ نه سم لاسي تقاعد اخیستو اعلان کړی.

۳۴ کلن سوان په استرالیا کې جاري ایشز سیالیو کې تر اوسه یوازې ۷ وېکټې تر لاسه کړې.

انګلستان دغه لړۍ کې له ماتې سره مخامخ دی او سوان ویلي، پاتې لوبه کې برخه نه اخلي.

نوموړي د خپل هېواد لپاره ۶۰ ټېسټ لوبو کې برخه اخیستې او ۲۵۵ وېکټې یې تر لاسه کړې.

په ۷۹ یوې ورځنیو لوبو کې د نوموړي تر لاسه کړو وېکټو شمېر ۱۰۴ دی.

د هغه په خبره، خلک وايي، لوبغاړي پوهیږي، چې اوس یې د تقاعد وخت راغلی او ما ایډلیډ ټیسټ کې همداسې محسوس کړل.

برتانوۍ ورځپاڼې ( د سن ) ته اونیز کالم کې نوموړي لیکلي:

' کله چې اکتوبر کې دلته ورسېدو، فکر مې کاوه، چې دغه لړۍ به مې د انګلستان لپاره وروستۍ هغه وي، خو څو اونۍ مخکې، مې، چې هنداره کې وکتل، راته معلومه شوه، چې همداسې ده.اوس چې موږ نه شو کولای دلوبې دغه لړۍ وګټو، نو ځکه مې دا پرېکړه وکړه.'

بل لور ته د انګلستان پخواني کپتان مایکل وان پر ټویټر لیکلي' سوان دغه پرېکړه خورا په بېړه کړې، دومره کلونه مو د سوان له لوبې ډېر خوند واخیست، هغه خورا غوره فنګر سپنر دی.'

د وان په خبره 'د سوان د کچې سپنرز د ګوتو په شمېر دي او انګلستان لوبډله به د تېرو شلو کلونو په مودې کې لوبېدونکو له ډلې تر ټولو ډېره اړتیا سوان ته محسوسه کړې.'

د کرېکټ چارو کې د بي بي سي خبریال جاناتهن اییګنو وايي، نوموړی به د غوره انګریز لوبغاړو په ډله کې وشمارل شي.

د نوموړي په وینا ټولو فکر کاوه، چې دا به د سوان وروستۍ لوبه وي، خو داسې تمه نه وه، چې نوموړی به ناڅاپي پرېکړه کوي.

د هغه په وینا د انګلستان څلورکسیزې برید ګرې ډلې د مرکزي رول لپاره به د وړ کس موندل د لوبډلې لپاره لویه ننګونه وي.

ورته مطالب