ورنن فلينډر د ټېسټ لوبډلې تر ټولو غوره بالر

فلينډر
Image caption فلينډر د ډيل سټين ځای نيولی، چې څلور کاله يې لومړی مقام درلود

د جنوبي افريقا توپ اچوونکی ورنن فلينډر د کرېکټ د نړيوالې شورا د ټېسټ کريکټ درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړی.

تر دې مخکې د جنوبي افريقا بل توپ اچوونکي/ بالر ډيل سټين له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ټېسټ کريکټ په درجه بندۍ کې لومړی ځای درلود.

فلينډر په جهانزبرګ کې له هند سره په لوبه کې چې بې پایلې راوخته د ۱۲۹ منډو په بدل کې اووه ويکټې ترلاسه کړې.

ده يوازې په ۱۹ لوبو کې ۱۰۰ ټيسټ ويکټې ترلاسه کړي او دی هغه بالر شو، چې په کمو لوبو کې يې ډېرې ويکټې ترلاسه کړې.

ورنن فلینډر ويلي دي: ''تېر څو کلونه زموږ د لوبډلې لپاره ښه و او ما د خپلې لوبډلې د بري لپاره مهم رول لوبولی او زه نيکمرغه يم''.

په تېر دوبني موسم کې د انګلش کاونټي کېنت لپاره لوبېدونکي دغه لوبغاړي ويلي: ''دا زما لپاره ډېر د وياړ ځای دی، چې د ډيل سټين په څېر له يوه اتل لوبغاړي سره توپ اچوونه کوم''.

ډيل سټين د ۲۳،۷ منډو په اوسط ۳۴۱ ټېسټ ويکټې ترلاسه کړې دي.

دی له ۲۰۰۹ کال راهيسې د ټېسټ کريکټ په درجه بندۍ کې په لومړي ځای کې و.

ده د سريلنکا د سپين/ ورو بالر مولي دهرن ځای نيولی و.

پر همدې مهال د ټيسټ په درجه بندۍ کې د جنوبي افريقا لوبډله په لومړی نمبر ده.

بل خوا د جنوبي افريقا ټيسټ توپ وهوونکي/ بېټسمين ابراهم ډيویليرز د ټېسټ کريکټ په لومړي ځای او بل افريقايي بېټسمين هاشم آمله دويم ځای لري.

ورته مطالب