میدانښار کې د بایسکل ځغلونې سیالي وشوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

میدان وردګو ولایت کې د بایسکل ځغاستې سیالي تر سره شوه.

د یاد ولایت له دفتره په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه سیالي کې ۸۰ تنو بایسکل ځغلونکو برخه اخیستې وه.

ځغاسته د ولایت له مرکزه پیل شوه او تر نرخ ولسوالۍ ورسېده او بېرته په مرکز میدان ښار کې پای ته ورسېده.

د لوبې په پای کې د افغانستان بایسکل ځغاستې فدراسیون مشر صادق صادقي وویل، هغو لوبغاړو ته، چې دغه سیالي کې یې لومړی، دویم او دریم مقامونه تر لاسه کړل، له کابله تر ننګرهاره به د بایسکل ځغاستې په لوبه کې د ګډون حق ورکړل شي.

دغې سیالۍ ته د سولې او دوستۍ نوم ورکړل شوی وو او د میدان ښاروال انجنير محمود اميري لخوا ترتیب شوې وه.

د نوموړي په وینا سولې او دوستۍ برخه کې به د ځوانانو د لا هڅونې لپاره دغه ډول نورې سیالۍ هم جوړې کړي.

دغه نوښت د سیمې اوسېدونکي لوبغاړي علي احمد هاشمي کړی و.

نوموړي په ایران کې یو شمېر سپورتي سیالیو کې لومړی مقام تر لاسه کړی. د سیالۍ لومړي دویم او دریم مقام تر لاسه کونکو لوبغاړو ته د جامونو تر څنګ نغدې جایزې هم ورکړلې شوې.