افغان کريکټ لوبډلې تاجک لوبډلې ته ماتې ورکړه

Image caption جاوید احمدي سليزه ووهله او ۱۱۶ منډې یې جوړې کړې

د افغانستان کریکټ الف لوبډلې د تاجکستان ملي لوبډلې ته په یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۳۶ منډو ماتې ورکړه.

لوبه د جلال اباد ښار په ختیځ د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

دا لومړی ځل دی چې د یوه هېواد د کریکټ ملي لوبډله افغانستان ته د سیالیو لپاره ورځي.

خوشحال تايب چې ننګرهار ته تللی و، په خپل راپور کې وايي د تاجک لوبډلې کپتان پچه وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې په ټاکل شويو ۴۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۰ منډې وکړې او د تاجکستان لوبډلې ته یې د ۲۹۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان الف لوبډلې مشر جاوید احمدي سليزه ووهله او ۱۱۶ منډې یې جوړې کړې.

دغه راز نجیب تره کی وتوانېد چې ۹۳ منډې ترسره کړي. شفیق الله شفق هم ۳۲ منډې وکړې.

د تاجکستان لوبډلې لوبغاړو په سره کې ښه لوبه پیل کړه، خو افغان توپ اچونکو ته ټينګ نه شول او ټوله لوبډله یې په ۳۸ اوور کې وسوځېده.

دوی یوازې ۱۵۴ منډې جوړې کړې. په دې سره افغان الف لوبډلې لوبه د ۱۳۶ منډو په توپیر وګټله.

د لوبې لیدلو ته د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه زرګونه کسان د لوبې لیدلو ته ورغلي وو.

دوی نه یوازې افغان لوبډله بلکې د تاجکستان لوبډله هم په چکچکو بدرګه کوله.

د تاجکستان د لوبډلې منېجر وايي د دوی یو شمېر لوبغاړي هم افغانان دي او تمه یې وښوده چې د افغانستان د کریکټ له لوبغاړو ډېر څه زده کړي.

د افغانستان کریکټ بورډ له تاجک ملي لوبډلې سره د ځینو تخنیکي مرستو ژمنه هم وکړه.

ټاکل شوې د افغانستان الف کریکټ لوبډله او د تاجکستان دوه نورې لوبې چې یوه به یې یو ورځنۍ او بله شله اوریزه وي هم ترسره کړي.

ورته مطالب