افغان تنکیو لوبغاړو سرېلنکا ماته کړه

Image caption د سرېلنکا په وړاندې د ده لوبې دا اټکل تر ډيره پر ځای ښکاره کړ.

د اسیا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبغاړو په اتلولۍ کې افغانستان د بي ګروپ لومړنۍ لوبه له پياوړې لوبډلې سرېلنکا په اسانۍ وګټله.

په ابوظبۍ کې ترسره شوې دا لوبه افغان لوبغاړو ته په پيل کې ښه نه وه.

سرېلنکا پچه وګټله او خپله یې منډو ته ملا وتړله.

په ۱۵ اوور کې چې سرېلنکا ۶۴ منډې لرلې او لا یې څوک نه و سوځېدلي داسې ښکارېده چې افغان لوبغاړي به له خورا لوی هدف سره مخامخ شي.

خو په همدې وخت کې د افغانستان سپین بالر ضیا الرحمن راغی.

۱۵ کلن ضیا الرحمن د ځینو په ګومان سر له اوسه د مشرانو لوبډلې ته هم تیار دی.

د سرېلنکا په وړاندې د ده لوبې دا اټکل تر ډيره پر ځای ښکاره کړ.

تنکي ضیاء الرحمن په ۱۰ اوورونو کې یوازې ۳۳ منډې ورکړې او د سرېلنکا پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

د ده د بالېنګ له امله سرېلنکا په ۵۰ اوورونو کې یوازې ۱۹۱ منډې وکړې او نهه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

شرف الدین اشرف دوه لوبغاړي وسوځول.

دومیندو د سرېلنکا له لورې تر ټولو ډيرې منډې درلودې خو په ۶۱ وسوځيد.

د افغانستان له لورې شاهد الله او عبدالرحمن منګل ښه پيل وکړ.

په ۶۳ منډو لومړنی لوبغاړی منګل وسوځيد خو شاهد الله ۴۷ منډې وکړې، یونس احمدزي ۳۶، مسلم موسی ۲۹، ناصر احمدزي ناسوځېدلې ۲۸ او اشرف ناسوځېدلې ۱۶۵ منډې درلودې چې په ۴۸ اوور کې افغانستان بری ترلاسه کړ.

دا د افغانستان د کرېکټ لپاره د دې لوبې د کارپوهانو په وینا لوی بری دی او د دې ښکارندويي کوي چې راتلونکی نسل یې هم ښه لوبغاړي لري.

ورته مطالب