منصور فقيریار د جرمني د شمال غوره فوټبالر شو

Image caption افغانستان د جنوبي اسيا د فوټبال سياليو اتل شو

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دروازه ساتونکی منصور فقيريار چې اوس د جرمني په ''اولدنبورګ'' کلب کې لوبېږي د دغه هېواد د شمال مخکښ لوبغاړی پېژندل شوی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي، د هغې نظر پوښتنې له مخې چې د ان، ډي آر سپورتي وېبپاڼې له لوري شوې، منصور فقیریار د ۱۵۰۰۰ نه د زياتو رايو په ترلاسه کولو د جرمني په شمال کې د ۲۰۱۳ کال مخکښ لوبغاړی غوره شوی دی.

د دغې ورزشي وېبپاڼې د شمېرو له مخې منصور فقيريار وکولای شول، چې د بوډنسليګای د وتلو ستورو مکس کروز او مکسي ميليانو آرنولد نه مخکې شي او د مخکښ لوبغاړي جايزه خپله کړي.

مکس کروز چې د مونيخ ګلادباخ په کلب کې لوبېږي له ۳۰۰۰ زياتې رايې ګټلي او مکسي آرنولډ چې د ولفسبورګ په لوبډله کې دی د ۱۲۰۰ رايو په ګټلو دويم او دريم ځای خپل کړی.

د افغانستان د فوټبال د فدراسيون په وينا د جرمني د شمال د لوبغاړو وېبپاڼې د جنوبي اسيا د فوټبال په سياليو کې د منصور فقيريار لوبه ستايلې ده.

افغانستان د دغو سياليو اتل شو.

د جنوبي اسيا د فوټبال سياليو جام په ګټلو کې د ۲۷ کلن منصور فقيريار رول خورا مهم و، او ويې کړای شو افغانستان د دغو سياليو اتل کړي.

د دغو سياليو په نيمه پای لوبه کې چې له نيپال سره وه لوبڅار د منصور فقيريار توپ نيونه خطا وبلله او د مخالفې لوبډلې په ګټه يې د پنلټي وهلو پريکړه وکړه.

د افغانستان ګول ساتونکي پنلټي ونيوله او توپ يې پرېنښود چې دروازې ته ننوځي، خو لوبڅار د توپ وهل ونه منل او نيپال ته يې د يوې بلې پنلټي وهلو فرصت وکړ، چې دا هم فقيريار راوګرځوله.

په دغو سياليو کې منصور فقيريار ته د غوره ګول ساتونکي لقب ورکړای شو.

ورته مطالب