د فوټبال افغان لوبډله د زړورتیا جایزې ته نومول شوې

Image caption یو اصل چې فیفا یې د دغې جایزې لپاره په پام کې نیسي دا دی، چې لوبډلې د ښایسته لوبې له لارې غوره سپورتي اخلاق وښيي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۳ کال اوږدو کې د زړورتوب جایزې ته د کاندید په توګه نومولې ده.

دغه جشن هر کال د فیفا ۲۰۹ غړو هېوادونو د استازو په شتوالي کې په سویټزرلنډ کې تر سره کېږي او سږ کال به په کې فوټبال کې د زړورتوب جایزې تر څنګ د کال په اوږدو کې د فوټبال غوره لوبډله هم ټاکل کېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول مرتضی دانش کابل کې زموږ همکار نورمحمد سعید ته وویل، فیفا افغان لوبډله د سویلي اسیا سیالیو کې د غوره لوبې کولو له کبله دغې جایزې ته ونوموله.

ښاغلی دانش وايي یو دلیل، چې پر بنسټ یې فیفا افغان لوبډله د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې د زړورتیا جایزې ته کاندید کړه دا دی، چې افغان لوبډله په بې ساري توګه وتوانېده چې د دغه کال په اوږدو کې افغانان سره یوځای کړي او د فوټبال د بریاوو له کبله ټول ګډه خوښي وکړي.

یو اصل چې فیفا یې د دغې جایزې لپاره په پام کې نیسي دا دی، چې لوبډلې د ښایسته لوبې له لارې غوره سپورتي اخلاق وښيي.

افغان چارواکي وايي افغان لوبډلې په خپلو لوبو خپله وړتیا وښوده چې کولای شي خورا ښایسته انداز کې لوبې وکړي او له کلونو جګړې او لرې والي وروسته خلک یو ځای او یو موټی یې کړي.

د ښاغلي دانش په وینا دا مهم ټکی دی، چې فیفا ورته پام کړی او افغانستان یې د دغې جایزې لپاره د کاندید په توګه نومولی.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون چارواکي هیله من دي او وايي "که د خدای په مرسته دغه جایزه افغان لوبډله وګټي له دې سره به د فوټبال په برخه کې افغانستان ته د فیفا پاملرنه ډېره شي، د امکاناتو او ضرفیت لوړولو په برخه کې فیفا دغسې هېوادونو ته ډېر پام کوي."

ورته مطالب