کرېکټ: نوي زيلاند وېسټ انډيز ته ماتې ورکړه

Image caption د وېسټ انډيز له لوري تر ټولو ډېرې منډې فليچر وکړې، چې ۲۳ وې

د نوي زيلاند په آک لنډ کې په لومړۍ شل اووريزه کرېکټ لوبه کې کوربه هېواد وېسټ انډيز ته په ۸۱ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې دوه شل اووريزې لوبې ترسره کړي، چې لومړنۍ هغه يې ويسټ انډيز وګټله.

د شنبې په ورځ د دغې شل اووريزې لوبې پچه نوي زیلاند وګټله او پخپله يې د بېټنګ کولو پريکړه وکړه.

نوي زيلاند په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۸۹ منډې وکړې.

د نوي زيلاند له لوري برينډن مکلم د دوو څلوريزو او ۴ شپږيزو پر مټ ۶۰ او ليوک رونچي د دريو څلوريزو او ۴ شپږيزو پر مټ ۴۸ منډې وکړې.

د وېسټ انډيز له لوري ټينو بيسټ درې او ملر دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

د ۱۹۰ منډو هدف د پوره کولو په نيت د وېسټ انډيز له لوري د لوبې پيل جانسن چارلس او لنډل سېمنز وکړ.

د ويسټ انډيز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۱۰۸ منډې وکړې.

د مېلمه لوبډلې پيل چندانې سم نه و، او هغه مهال چې د منډو شمېر ايله ۱۱ و، لنډل سيمنز پرته له کومې منډې وسوځېد.

د وېسټ انډيز له لوري تر ټولو ډېرې منډې فليچر وکړې، چې ۲۳ وې.

د وېسټ انډيز څلورو لوبغاړو ونه شو کړای چې د خپلو منډو شمېر لسو ته ورسوي.

د نوي زيلاند نيتهن مکلم څلور او چيمز نيشام د وېسټ انډيز درې لوبغاړي وسوځول.

د نوي زیلاند ليوک رونچي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ورته مطالب