کريکټ: پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان لوبډلې کپتان سميع اسلم ۷۱ منډې وکړې

د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې په کم توپیر سره لوبه پاکستانۍ لوبډلې ته بایلوده.

د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډلې وګټله او د پاکستان لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د پاکستان لوبډلې په ډېر احتیاط سره لوبه کوله. افغان توپ اچونکو هم تر ډېره منډو جوړولو ته نه پرېښودل.

خو وروسته یې منډې تیزې کړې او په ټاکل شویو ۴۵ اوورونو کې یې ۱۳۸ منډې جوړې کې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۹ منډې هدف کېښود.

په پاکستاني توپ وهونکو کې لوبډل مشر سمیع اسلم ښه لوبه وکړه او ۷۱ منډې یې جوړې کړې، سعود شکیل هم ۴۳ منډې وکړې. نور لوبغاړي ډېر د ټينګې نه وو.

د افغانستان له لوري عبدالله عدیل او ضیاء الرحمن دوه دوه، ظاهر خان، حشمت شهیدي او عثمان غني یو یو پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې خپل د سر لوبغاړی ژر له لاسه ورکړ، خو وروسته د حشمت شهیدي او عثمان غني ترمنځ ښه ملګرتیا وشوه.

تر عثمان غني وروسته بیا ناصر احمدزي هم د حشمت شهیدي سره ښه او اوږده ملګرتیا وکړه.

یو وخت د پاکستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله تر سخت فشار لاندې وه او داسې ښکاریده چې لوبه به افغان لوبډله وګټي، خو د حشمت او ناصر احمدزي تر سوځېدو وروسته، نور افغان لوبغاړي ډېر ټینګ پاتې نه شول او یو په بل پسې وسوځېدل.

افغان لوبډلې په ورستیو پنځو اوورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۱۷ منډو په توپیر پاکستانۍ لوبډلې ته بایلوده.

تر دې وړاندې هم د پاکستان تر ۱۹ کلونو ټیټ عمره لوبډلې افغان لوبډلې ته په یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې ددې لړۍ وروستې لوبه سبا د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ورته مطالب