د اسيا چلنج کپ ته ابتدايي لوبغاړي غوره شوي

Image caption د افغانستان ۲۵ کسيزه لوبډله به د اسيا په چلنج کپ سياليو کې چې د مې مياشت کې ترسره کېږي، ګډون وکړي

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکي محمد يوسف کارګر د افغان ملي لوبډلې د لوبغاړو ابتدايي نوملړ اعلان کړی دی.

ښاغلي کارګر د چارشنبې په ورځ د دغو کسانو د غوره کولو په اړه وویل، چې داخلي لوبغاړي د غوره ليګ او داخلي لوبو په پام کې نيولو سره غوره شوي دي.

ده زياته کړه چې بهرني افغان لوبغاړي هم هغو لوبډلو ته په کتو چې دوی په کې لوبېږي، ټاکل شوې دي.

ده وويل د ملي لوبډلې هغه ۱۸ لوبغاړي چې په افغانستان کې دي، سر له اوسه د دوو اوونيو لپاره د افغانستان دننه تمرينونه پيلوي.

ده ټينګار وکړ له دوو اوونیو وروسته به دغه لوبډله دوبۍ ته ولاړه شي او له هغو افغان لوبغاړو سره به يو ځای شي، چې په بهرنيو هېوادونو کې لوبېږي.

محمد يوسف کارګر وايي دغلته له يو لړ لوبو وروسته به د افغانستان د ملي لوبډلې وروستی نوملړ اعلان شي.

ده زياته کړه د افغانستان ۲۵ کسيزه لوبډله د اسيا په چلنج کپ سياليو کې چې ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال په مې مياشت کې ترسره شي د ګډون لپاره، غوره کېږي.

د چلنج کپ سياليو ګټونکی به د اسيا د ملتونو جام ته، چې ټاکل شوې په ۲۰۱۵ کال په استراليا کې ترسره شي، لار ومومي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ابتدایي نوملړ:

۱. منصور فقیریار ۲.حمید الله یوسفزی ۳.جلال الدین شریعتیار ۴.اسلام الدین امیري ۵.فیصل سخی زاده ۶.علي احمد یارزاده ۷.مقدر قاضی زاده ۸.مصطفی حدید ۹.محمد رفیع بارکزی ۱۰.محمد یوسف مشرقي

۱۱.آرش هاتفي ۱۲.وحید ندیم ۱۳.مصطفی ازاد زوی ۱۴.حمید الله کریمي ۱۵.سنجر احمدي ۱۶.بلال آرزو ۱۷.امرالدین شریفي ۱۸.فرزاد عطایي ۱۹.محمد معروف محمدي ۲۰.حشمت الله بارکزی

۲۱.مجتبی فیض ۲۲.زین الدین شریفي ۲۳.یوسف بهارستاني ۲۴.مصطفی امیني ۲۵.مصطفی ځاځی ۲۶.حمید ځاځی ۲۷.مشتاق یعقوبي ۲۸.فیصل ښایسته ۲۹.حسن امین ۳۰.ضمیر داودي

۳۱.میلاد سالم ۳۲.کنشکا طاهر ۳۳.ذهیب خان محمد ۳۴.اسد الله ۳۵.سید محمد ۳۶.محمد محمدي ۳۷.جانی ۳۸. مصطفی رضایي ۳۹.شریف محمد ۴۰.مسعود هاشمي

۴۱.یوسف شیرزی ۴۲.بکتاش نیکزی ۴۳.اقبال حبیب زی

ورته مطالب