نوي زيلاند له هند نه د کريکټ لړۍ ګټلې ده

د انځور حقوق AFP
Image caption وتلی هندي لوبغاړي ويرات کولي يوازې دوه منډې وکړې

د هند او کوربه هېواد نوي زيلاند ترمنځ څلورمه لوبه کوربه هېواد ګټلې او په دې ډول يې د پنځو يو ورځنيو لوبه روانه لړۍ په خپل نوم کړه.

تر دې وړاندې هند په لومړۍ او دویمه لوبه کې ماتې خوړلې وه، او دريمه هغه له په زړه پورې لوبې وروسته ټای/ سر په سر راغلې وه.

د پنځو يو ورځينو لوبو په دغه لړۍ کې نوی زیلاند درې صفر مخکې دی.

هند د لوبې پچه وګټله او پخپله يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه، او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۲۷۸ منډې وکړې.

نوي زيلاند د راس ټېلر د سليزې په برکت دغه هدف ۱۱ توپه وړاندې يوازې د دريو لوبغاړو د سوځېدو پر سر پوره کړ.

راس ټېلر د ۱۵ څلوريزو پر مټ ۱۱۲ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېد. دی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د نوي زيلاند کپتان برينډن ميک کلم د شپږيزې په وهلو هدف پوره کړ.

ده د ۳ شپږيزو او ۴ څلوريزو پر مټ ۴۹ تېزې او قيمتې منډې وکړې.

هندي بالرانو محمد شامي او ورون آرن يو يو مخالف لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې وړاندې د هند د لوبې پيل ښه نه او په پيل کې له پرله پسې ناکامۍ وروسته ويرات کولي د لوبې د پيل لپاره ميدان ته ښکته شو، خو هغه هم ناکامه شو.

ويرات کولي يوازې دوه منډې کړې وې، چې ساودي وسوځاوه.

له ده وروسته بل لوبغاړی ريهانی هم په دريو منډو وسوځېد، خو لوبه امبتي رايډو له روهت شرما سره کابو کړه.

رايډو ۳۷ او شرما ۷۹ منډې وکړې.

له دې وروسته کپتان دهوني او د تېرې لوبې غوره لوبغاړي رويندر جديجا تېزه لوبه پيل کړه چې په ترتيب ۷۹ او ۶۲ منډې يې وکړې او تر اخره ونه سوځېدل.

د نوي زيلاند له لوري ساودي دوه، کای ملز، بېنېټ او وليم سن يو يو لوبغاړي وسوځول.

پنځمه او اخري يو ورځنۍ لوبه د جنورۍ پر ۳۱مه په ويلنګټن کې کېږي.

هند چې په دغو سياليو کې دويمه لوبه بايلوده په درجه بندۍ کې يې نوم له لومړۍ درجې راولوېد.

ورته مطالب