سوچي کې ژمنۍ اولمپيک لوبې پرانيستل شوې

د انځور حقوق AP
Image caption نندارې تر ډېره د کوربه هېواد تاريخ پر لمانځلو ور ټولې وې

ژمنۍ اولمپيک لوبې د روسيې په تفريحي ښار سوچي کې پرانيستل شوې.

د لوبو په پرانيسته کې وړاندې شوې نندارې تر ډېره د کوربه هېواد تاريخ پر لمانځلو او نړۍ سره يې پر مرستو ور ټولې وې.

يوې کوچنۍ انجلۍ نندارچيان د روسيې د په زړه پورې مناظرو، په يوۀ خيالي سفر بوتلل.

وروسته لوبغاړي د ستډيوم (لوبغالي) په زړه کې د خپلو هېوادونو له نخشو چې په برېښنايي څراغونو روښانه شوي وو، را څرگند شول.

په داسې حال کې چې د سندرغاړو يوې ډلې ملي سرود وايۀ، د ستورمزلو يوې ډلې د روسيې بيرغ پورته کړ.

په سوچي کې د راتلونکو ١٦ ورځو په ترڅ کې به نژدې ٣٠٠٠ لوبغاړي سره سيالي کوي.

ویل کېږي، چې پر دغو سیالیو نژدې ۳۰ میلیارد پاونډه لګښت راغلی، چې تر دې مهاله د ژمني اولمپیک په ۲۲ سیالیو کې دومره لګښت نه دی راغلی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین غواړي په دې توگه نړۍ ته د روسيې ښه انځور وړانډې کړي.

د سوچي پروژه اوس د ښاغلي پوتین د شخصي پروژې په توګه یادېږي، چې له کبله یې غواړي روسیه یو نړیوال قدرت او ځان یو وتلی مشر ثابت کړي.

خو د دغې پروژې پر زېربنايي چارو نژدې ۵۰ میلیارد ډالر لګښت راغلی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption سوچي کې د راتلونکو ١٦ ورځو په ترڅ کې به نژدې ٣٠٠٠ لوبغاړي سره سيالي کوي

بل خوا روسي چارواکي هغه ادعاوې ردوي، چې ګني د اولمپیک سیالیو اړوندې ډېرې پیسې په بډو وهل شوې دي.

د روسیې د اولمپیک سیالیو د جرګې مشر الیکساندر زوکوف وايي "تر اوسه هېڅ داسې ثبوت نه دی موندل شوى چې ګني د سوچي اړوند پروژه کې درغلي شوې. دا سمه نه ده چې د زیربنايي پروژو لګښتونه د اولمپیک سیالیو له لګښتونو سره یوځای شوي"

په ۱۹۸۰ کال کې د وخت شوروي اتحاد د ژمني اولمپیک سیالیو د کوربه تابه بلنه ومنله، خو ٦٠ ګډونوالو هېوادونو یې غوښتنه له دې اړخه رد کړه، چې ولې یې پر افغانستان یرغل کړی دى.

اوس د روسي ولسمشر او د هغه د ګوند د فساد په اړه هېڅ نیوکه نه شته، بلکې د نړۍ ګڼو هېوادونو مشران د دغو سیالیو پرانیستونکې غونډې ته ورځي.

ورته مطالب