افغان کرېکټ لوبډله منځلوبې ته ووته

Image caption افغان لوبډلې د نمېبيا له لوري ورکړای شوی هدف په ۲۵ اوور کې پوره کړ

د افغانستان تر ۱۹کلنو ټيټ عمره ملي لوبډلې نن په عربي متحده اماراتو کې خپلې سیالې نمېبیا لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

افغانستان د نړیوالو اتلولیو په خپلې دریمې لوبې کې ډېره چټکه او د نندارې وړ لوبه وکړه.

افغان لوبډلې چې خپله مخکنۍ لوبه یې له استرالیا ګټلې نن نور هم زړور شوي وو او د خپلو تېرو لوبو په پرتله یې ښه لوبه وکړه.

خوشحال تايب چې دغه لوبه څارلې وايي، افغان لوبغاړي په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې ښه وځلېدل.

د نمېبیا لوبډلې لومړی خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکل شویو ۵۰ اوورونو کې يې ۱۹۲ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې ۱۹۳ منډې هدف کېښود.

نن د افغانستان د سر لوبغاړو لوبه ډېره تیزه پیل کړه او په اوو اورونو کې یې ۶۵ منډې درلودې چې لومړی لوبغاړی یې وسوځېد. خو نورو لوبغاړو د ډګر هرې خوا ته پرله پسې څلوریزې او شپږیزې ووهلې.

نن بیا هم په افغان منډه جوړونکو کې محمد مجتبی په ۳۰ توپونو ۵۰ ووهله، حشمت شهیدي ۵۰، احسان الله ۳۱ او ناصر جمال ۳۹ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اچوونکو مسلم موسی ۳، شرف الدین شرف ۲ او حشمت شهیدي د نمبیا یو لوبغاړی وسوځاوه.

په دې سره د افغانستان تر ۱۹کلنو ټيټ عمره ملي لوبډلې خپله سیاله لوبډله په څلورو ویکټو په ۲۵ اور کې ماته کړه.

تر دې دمه افغان لوبډله ډېره ښه ځلېدلې او د کریکټ د مینه والو پام یې ځان ته ور اړولی دی.

د دغې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان بنګله دیش ته بایللې وه.

ورته مطالب