پاکستان د ۱۹ کلنو نړيوال جام پايلوبې ته ووت

د پاکستان ۱۹ کلن
Image caption د پاکستان په بري کې ظفر ګوهر او عماد بټ مهم رول ولوباوه

په متحد عرب اماراتو کې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په سياليو کې پاکستان په نيمه پای لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووت.

په دغه سيالۍ کې لومړی انګلستان لوبه وکړه او پاکستان ته يې د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ، چې په وروستي اوور کې يې بشپړ کړ.

په دغه لوبه کې د پاکستان د سر او ورپسې لوبغاړي بريالي نه و، خو وروسته سعود شکيل، اميرحمزه او په وروستيو کې ظفر ګوهر او عباد بټ ښه شراکتونه وکړل او پاکستان یې بريالی کړ.

په دغو اتلوليو کې د سمع اسلم او امام الحق جوړې چې څلور ځله يې پاکستان ته له ۱۰۰ منډو ډېر شراکت کړی وو، دا ځل اسلم ۱۸ او امام الحق ۲۸ منډې وکړې.

په ۵۷ منډو د څلورو وېکټو پرېوتو وروسته سعود شکيل او امير حمزه له ۵۰ منډو زيات شراکت وکړ او لوبډلې ته يې ساه ورکړه.

سعود شکيل ۴۵ منډې وکړې.

له ده وروسته په اتمه ويکټه ظفر ګوهر او عماد بټ د ۶۳ منډو شراکت وکړ او پاکستان يې له ماتې راوګرځاوه.

ظفر ۳۷ او عماد ۳۶ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېدل.

د انګلستان له لوري فشر، ساير او جونز دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان له لوبې وړاندې انګلستان پچه وګټله او پخپله يې د لوبې کولو پرېکړه وکړه، خو د پيل دواړه لوبغاړي/ اوپنران يې پرته له کومې منډې وسوځېدل.

تر دوی وروسته راين هېګز او ول روډز لوبې ته راووتل او ښه لوبه يې وړاندې کړه.

دوی دواړو پنځوسيزې ووهلې.

روډز د ۴ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۷۶ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېد او راين هېګز درې څلوريزې ووهلې او ۵۴ منډې يې وکړې.

ورته مطالب