په اسیا کپ سیالیو کې افغان لوبغاړي څرنګه ارزوئ؟

د انځور حقوق Reuters

افغانستان په لومړي ځل د پنځوس اورېزو سیالیو په ترڅ کې له داسې هېوادونو سره یو ټورنامنټ بشپړ کړ چې د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري.

په دوی کې درې د نړۍ پخواني اتلان او څلورم کوربه هېواد و.

له پاکستان، بنګله دیش، سرېلنکا او هند سره تر لوبو وروسته د افغان لوبغاړو لوبې ته ځغلنده کتنه.

هر لوبغاړي له ممکنه لس پواینټونو د دوی لوبې ته په پام سره پواینټونه ورکړل شوي دي.

نور علي ځدراڼ

له بنګله دیش سره ونه لوبېده خو په نورو درو سره لوبو کې وځلېد.

د نور علي ځینې شارټونه د دغو سیالیو تر بل هر لوبغاړي کم نه وو.

دی له تیزو بالرانو سره ډېر ښه ولوبېد خو د نورو افغان منډه جوړونکو غوندې له سپېن یا ورو بالرانو سره دی هم له مشکل سره مخامخ و.۶/۱۰

محمد شهزاد

د انځور حقوق AP

په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان له خوا بل هیڅ لوبغاړي دومره منډې نه دې کړي لکه شهزاد چې کړې دي.

ډېره هیله دا وه چې په اسیا کپ کې به شهزاد خپله وړتیا نړیوالو ته وښيي.

خو نه یوازې دا چې په کې پاتې راغی بلکې له سرېلنکا سره چې په څه ډول وسوځېد داسې ښکاره شو لکه له داسې نړیوالې لوبې چې ډېر لیرې وي.

په ویکټ ساتنې کې یې هم ځینې تېروتنې ترسترګو شوې. ۲/۱۰

اصغر ستانکزی

د ۱۶۲ منډو په ترلاسه کولو اصغر ستانکزی په اسیا کپ کې د افغانستان تر ټولو بریالی لوبغاړی و.

په لومړۍ لوبه کې یې له پاکستان سره ۴۰ منډې ورو وکړې خو په دویمه کې یې له بنګله دیش سره ناسوځېدلې ۹۰ منډې د لوبډلې د یوازیني بري سبب شوې. ۸/۱۰

نوروز منګل

هر ځل داسې ښکاره شو چې ډاډه دی او پوهېږي چې څه کوي. دوه وارې رن اوټ شو خو منډې یې ډير ونه کړې.

فیلډینګ یې تر بل هر افغان لوبغاړي ښه و. له پاکستان سره په لوبه کې د ده کېچ د ټول ټورنامنټ غوره کېچ و. ۵/۱۰

محمد نبی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption محمد نبي په بالينگ او فيلډينگ کې تکړه و

کپتان نبي په بالېنګ او فیلډینګ کې ښه وځلېد.

کپتاني یې هم تر ډېره غوره وه خو په منډو کې چې ډېره هیله ترې کېده یوازې له سرېلنکا سره یو څه وځلېد.

علت یې هم ښايي دا وي چې هر ځل چې دی منډو ته راغلی ورو بالران به لوبه برلاسي و.

د نورو افغان منډه جوړونکو غوندې ده هم د تجربه لرونکو سپېن بالرانو په وړاندې ښه لوبه ونه کړای شوه.

خو بنګله دېش ته په ماتې ورکولو او د لوبډلې په ښې مشرۍ د پام وړ و. ۶/۱۰

نجیب الله ځدراڼ

د افغانستان په لوبډله کې یوازینی کیڼ لاسی لوبغاړی چې لا ډېر ځوان دی.

نورو لوبغاړو له خورا کمزورو لوبډلو سره ډيرې لوبې کړي او تجربه یې موندلې خو نجیب وار له واره له تر ټولو پياوړو لوبډلو سره مخامخ شو.

فیلډينګ یې ښه و او چې کله بال هم وروسپارل شو بد نه و. ۴/۱۰

سمیع الله شنواری

سمیع الله شینواري له هند او بنګله دیش سره د پنځوسیزو په کولو خپله وړتیا پوره وښوده.

په بالېنګ کې هم سرلوړی پاتې شو. فیلډينګ چې عمومآ د ده تر ټولو پیاوړې برخه وي دا ځل ورسره ملګرې نه وه.

د پاکستان په لوبه کې یې د عمر اکمل کېچ هغه وخت وغورځاوه چې هغه ۲۸ منډې کړې وې او له هغه وروسته یې سلیزه وکړه.

له بنګله دیش سره یې هم درې کېچونه وغورځول او د هندي لوبغاړي شنکر دېون کېچ هم له ده ولوېد. ۷/۱۰

ميرویس اشرف

د بنګله دیش میدانونه د میرویس بالینګ ته غوره په دې و چې چا ډېرې منډې پرې نه شوای کولی.

میرویس دیسپلین و، که څه هم دنده یې تر ډېره د منډو را ایسارول وو خو ده تل مخالف لوبغاړي وهم سوځول. په منډو کې ونه ځلېد. ۶/۱۰

شاپور ځدراڼ

د افغانستان د تیزو بالرانو سرلاری ثابت شو. د ټپونو له امله د حمید حسن نشتوالي تر ډېره ځایه شاپور پوره کړ.

د شاپور سرعت تر پخوا ډير شوی او کنټرول یې هم ښه شوی دی.

ده هر وار مخالفه لوبډله کابو کړه او د نړیوالو پام یې ځانته راواړاوه.

د پای په اوورونو کې لا هم هغه پياوړتیا نه لري چې روغ رمټ حمید حسن لرله. ۷/۱۰

دولت ځدراڼ

د سرعت له پلوه د افغانستان تر ټولو تېز بالر خو کنټرول یې لا هم هغومره نه دی چې په دې ډول لوبو کې یې اړتیا لیدل کېږي.

له سرېلنکا سره د ناقانونه او خطرناکه تو‍‍پ اچولو له امله له توپ اچولو راوګرځول شو. ۵/۱۰

حمزه هوتک

یوازینی کیڼ لاسی سپین بالر و چې افغانستان په دې سیالیو کې لوباوه.

کنټرول یې ښه و او د ځینو کېچونو د لوېدا له امله یې ډېر کسان ونه سوځول.

حمزه هوتک هم د نجیب ځدراڼ غوندې وار دواره له تکړو لوبډلو سره مخامخ شو خو خپله وړتیا یې وښوده. ۶/۱۰

حمید حسن

یوازې یوې لوبې کې ولوبېد، دوه کسه یې وسوځول او ټپونو د سیالۍ بشپړېدا ته پرېنښود.

حميد که رک روغ وای د افغانستان د لوبو پایلې ښایې تر دې هم ښه وای. ۵/۱۰

کریم صادق

یوازې له بنګله دیش سره ولوبېد.

ښايي د ځلېدا ډېره موقع یې ونه موندله. ۳/۱۰

رحمت شاه

یوازې له هند سره لوبې ته راغی، په منډو کې ډاډه ښکارېد.

که څه هم یوازې نهه منډې یې وکړې خو داسې ښکارېده چې کلونه کلونه یې لوبه کړې وي. ۴/۱۰

ورته مطالب