کرېکېټ: د افغانستان او بنګله دېش لوبه

د انځور حقوق AFP

د کرېکېټ شل اوریزو لوبو نړېوال کپ يکشنبه/اتوار (د مارچ پر ۱۶مه) د افغانستان او بنګله دېش په لوبه پېلیږي. دغه لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا ډېر ارزښت لري.

ګټونکې لوبډله به یې دوېم پړاو ته د تلو ډير چانس ولري.

افغانستان په ګروپ A کې د هانګ کانګ، نېپال او بنګله دېش تر څنګ ځای لري.

له دغه ګروپه به یوازې یوه ډله چې ډېر پواینټونه ولري د لوبو دوېم پړاو ته لا ر مومي.

په ګروپ A کې بنګله دېش او افغانستان مهمې او پياوړې لوبډلې ګڼل کېږي، نو دغه لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ترډېره برخلیک ټاکونکې ده.

د کرېکېټ لوبې شنونکو په اند دواړه لوبډلې یو برابر تر فشار لاندې دي.

بنګله دېش په خپل کورکې لوبېږي نو ښایې دا چاره ورته یو څه ګټوره وي.

افغانستان نژدې دوه اونۍ وړاندې د اسیا کپ سیالیو په یو ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه، نو له روحي پلوه به په دغه لوبه کې په سیالې ډلې برلاسې وې.

د افغانستان روزونکي کبیر خان په اند د لوبې فشار به تر ډېره په بنګله دېش وي.

نوموړی وایي "کله چې هم یوه لوبډله د نړیولو لوبو کوربتوب کوي نو تل دا وېره لري چې له سیالیو بهر نه شي، او دا هغه فشار دی چې سبا به د بنګله دېش په لوبډله وي".

افغان لوبډلې ته کتنه

د انځور حقوق AP

د افغانستان لوبډله اسیایې جام لوبو کې د نړېوالو لوبډلو پر وړاندې ډېره ښه ولوبېده نو ښایې له دغو لوبو ترلاسه کړې تجربه به ورسره په شل اوریزو لوبو کې مرسته وکړي.

توپ اچونه یې پياوړی اړخ دی او په توپ وهنه کې یې د لومړي سر لوبغاړي په وروستیو لوبو کې ښه نه دي ځلېدلي.

د کمو اورونو لوبه کې توپ ایسارونه (فیلډنګ) ډېر ارزښت لري او د لوبې په پایله مخامخ اغېز کوي.

افغان لوبغاړي په دغه برخه کې ډیر پام ته اړتیا لري.

سمیع الله شینواری، محمد شهزاذ، محمد نبي او د شاه پړر ځدران لوبه به د افغانستان لپاره مهمه وي.

د افغانستان ممکنه لوبډله

۱: محمد شهزاد ۲: نوروز منګل ۳: کریم صادق ۴: نجیب الله ځدران

۵: شفیق الله ۶: محمد نبي ۷: اصغر ستانکزی/ګلبدین نایب ۸: سمیع الله شینواری

۹:دولت ځدران ۱۰: شاه پور ځدران ۱۱: حمزه هوتک.

د بنګله دېش لوبډلې ته کتنه

د انځور حقوق AFP

تمیم اقبال او شکیب الحسن چې د بنګله دېش لوبډلې دوه مهم لوبغاړي دي لوبډلې ته بېرته راستانه شوي.

دغه دوه لوبغاړي په اسیایې لوبو کې د بنګله دېش لوبډلې برخه نه وو.

د دې ترڅنګ د سوهاګ غازي ټپ هم رغېدلای او ښایې تیز توپ اچوونکی مشرفي مرتضا هم لوبډلې ته راستون شي.

تمیم اقبال، شکیب الحسن، عبدالرزاق او کپتان مشفیق الرحیم د بنګله دېش لوبډلې د پام وړ لوبغاړي دي.

د بنګله دېش ممکنه لوبډله:

۱: تمیم اقبال ۲: انعام الحق ۳: شکیب الحسن ۴: مشفیق الرحیم

۵: مومن الحق ۶: ناصرحسین ۷: محمدالله ۸: فرهاد رضا /سوهاګ غازي

۹: مشرفي مرتضا ۱۰: عبدالرزاق ۱۱: روبېل حسېن

لوبغالی او وضیعت یې

د انځور حقوق AFP

لوبه به د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.

پيل به یې له ټاکل شوي وخت سره سم د بنګله دېش ځایي وخت له غرمې روسته په ۳:۳۰ بجې وشي.

لوبغالی د توپ وهنې لپاره غوره ګڼل کېږې، لومړۍ توپ وهنه به ښه وي او د ۱۵۰/۶۰ شاوخوا منډې ګټونکی هدف بلل کېږي.

ورته مطالب