کرېکټ: هند پاکستان ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هند سپېن بالر مشرا دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی غوره شو

په بنګله دېش کې د کريکټ د ۲۰ اووريز نړیوال جام سياليو د دويم پړاو په لومړنۍ لوبه کې هند پاکستان ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه هند وګټله او پاکستان ته يې د بېټنګ بلنه ورکړه.

د پاکستان پيل چندانې ښه نه و او هغه مهال چې منډې يې ايله ۵۰ وې د سر سر څلور لوبغاړي يې سوځېدلي وو.

که څه هم د پاکستان وېکټ ساتونکي عمر اکمل او صهيب مقصود لوبه يو څه تېزه کړه، خو د دوی تر منځ شراکت ډېر نه وو.

د پاکستان بل اميد، آل راونډر شاهد افريدی و چې ډېر کله نه چلېږي، خو له هند سره ښه لوبه کوي او په اسيا جام کې د ده بېټنګ هند مات کړ.

شاهد افريدي ايله اته منډې وکړې او عمر اکمل د پاکستان لپاره تر نورو زياتې، ۳۳ منډې وکړې.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو پر ۱۳۰ منډې وکړې او هند ته يې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان دوه لوبغاړي په منډه کې وسوځېدل، دوه نور هندي بالر مشرا وسوځول او درې نور يې کېچ اوټ شول.

د کرېکټ کتونکي او مينه وال له هماغه پيل نه په دې باور وو، چې د هند پياوړي بېټنګ لاين ته دا منډې زياتې نه دي او ښايي پرته له ستونزې يې پوره کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان لوبډلمشر محمد حفيظ ويلي، لوبغاړو ته په کار ده د راتلونکو لوبو لپاره خپل بېټنګ ته ډېر پام وکړي

د هند لوبډلې دغه هدف په ۱۹ اوور کې يوازې د دريو لوبغاړو د سوځېدو پر سر پوره کړ.

راينا او کولي چې تر اخره ونه سوځېدل په ترتيب ۳۵ او ۳۶ منډې وکړې.

نن د جنوبي افريقا او سريلانکا او دغه راز د انګلستان او نوي زيلاند ترمنځ لوبه کېږي او د پاکستان راتلونکې لوبه له استراليا سره ده.

لومړی پړاو

د اسيا جام د لومړي پړاو په يوه لوبه کې هالنډ ايرلنډ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

ايرلنډ لومړی لوبه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د څلورو لوبغاړو د سوځېدو پر سر په اوور کې د ۹،۴۵ منډو په اوسط ۱۸۹ منډې وکړې.

کرېکټ پوهانو په لومړي سر کې دا د هالنډ يوې نسبتآ کمزورې لوبډلې لپاره ستر هدف وباله، خو هالنډيانو خپله وړتيا وښووله او دغه هدف يې د څلورو لوبغاړو د سوځېدو پر سره پوره کړ.

هالنډ په اوسط ډول په اوور کې نژدې ۱۴ منډې وکړې او د کرېکټ مينه وال يې ګوته په غاښ کړل.

ورته مطالب