د سريلانکا لوبډله نيمه پایلوبې ته ووته

د انځور حقوق AFP
Image caption هېراتهـ يوازې د دريو منډو په بدل کې د نوي زیلاند پنځه لوبغاړي وسوځول

په بنګله دېش کې د کريکټ د شل اووريز نړیوال جام سياليو په لړ کې سريلانکا، نوي زيلاند او هالنډ د انګلستان پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

تېره ورځ (دوشنبه، ۳۱ مارچ) سريلانکايي سپېنرانو/ ورو بالرانو تباهي جوړه کړې وه او دوو سپېنرانو يې د نوي زیلانډ بېټنګ لاين دړې وړې کړ.

رنګانا هېراتهـ په درې اعشاريه څلورو اوورونو کې يوازې ۳ منډې ورکړې او پنځه لوبغاړي يې وسوځول.

له ده سره سنانيکې په درې اوورونو کې ۳ منډې ورکړې او دوه مخالف لوبغاړي يې وسوځول.

رنګانا هېراتهـ په ۲۰ اووريزو سياليو کې د دريو منډو په بدل کې د پنځو لوبغاړو سوځولو ريکارډ جوړ کړ او ښايي په لنډ وخت کې يې څوک مات نه شي کړای.

هغه مهال چې د نوي زيلاند د منډو شمېر ايله ۱۸ وو، دوه لوبغاړي يې سوځېدلي وو او پنځه منډې نورې يې لا نه وې کړې چې دوه نور لوبغاړي يې سر په سر وسوځېدل.

نوي زيلاند چې خپلې منډې ۳۳ ته رسولې نو شپږ ويکټې يې تللې وې، په ۵۱ منډو يې اوومې وېکټې هم مخه ښه وکړه.

اتم لوبغاړی يې په ۶۰ منډو په خپله مخه ولاړ او په همدې ۶۰ منډو يې ټوله لوبډله وسوځېده او لوبه سريلانکا وګټله.

تر دې وړاندې سريلانکايي توپ وهونکو هم ښه لوبه و نه کړه او ټوله لوبډله يې په نولس اعشاريه دوه اوورونو کې وسوځېدله.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سريلانکا او هند لوبډلې نیمه پای لوبې ته رسېدلې دي

په لومړي سر کې نوي زيلاند ته د ۱۲۰ منډو هدف ډېر ساده برېښېده، خو د سريلانکايي بالرانو جادو ته مخالف لوبغاړي ټينګ نه شول.

هالنډ او انګلستان

پرون (دوشنبه، ۳۱ مارچ) په يوه بله په زړه پورې لوبه کې د هالنډ لوبډلې چې د سريلانکا پر وړاندې يې سخته ماتې خوړلې وه انګلستان په ګونډو کړ.

انګلستان د لوبې پچه وګټله او هالنډ ته يې د بېټنګ بلنه ورکړه. هالنډ په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پنځو ويکټو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې.

دغه هدف د انګلستان پياوړې لوبډلې ته ستر نه و، خو هالنډي بالرانو له لومړي سره د انګلستان توپ وهونکي له ستونزو سره مخامخ کړل او ټوله لوبډله يې په ۸۸ منډو وسوځوله.

د هالنډ لوبډلې بالر مدثر بخاري چې په دغو سياليو کې يې يوه وېکټه هم نه وه اخيستې له انګلستان سره لوبه کې د هالنډ په درد وخوړل شو.

مدثر بخاري څلور لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ پوهان د هالنډ له لوري د انګلستان ماتول حيرانوونکې بولي.

د استراليا او انګلستان دوه پياوړې لوبډلې له دغو سياليو ووتلې او هند او سريلانکا نيمه پايلوبې ته وتلې دي.

ورته مطالب