سریلانکا لوبډلې ته د ۱۰ لکه ډالرو ډالۍ اعلان

د انځور حقوق AFP
Image caption تر اوسه په شل اووریزو سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې لوبه خورا په زړه پورې بلله کېږي.

د سریلانکا کرېکټ لوبغاړو ته د ۲۰ اووریزو سیالیو په پایلوبه کې د بریا په صورت کې د ۱۰ لکو ډالرو ډالۍ ورکولو اعلان شوی.

د سریلانکا کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د سریلانکا لوبغاړو په اړه عام تاثر دادی، چې په لویو سیالیو کې 'څنډې' ته کېږي او یا هم پرې فشار راځي، وايي که دوی وتوانیږي، چې دغه تاثر پای ته ورسوي، ۱۰ لکه ډالره انعام به ورکړل شي.

تر اوسه په ۲۰ اووریزو سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې لوبه خورا په زړه پورې بلله کېږي.

د نیمه پایلوبې پر مهال د دغې لوبډلې بخت هم زورور و او ویسټ انډیز ته یې له بارانه د اغیزمنې لوبې پر مهال ماتې ورکړه.

د سریلانکا کرېکټ بورډ چارواکي وايي، که لوبډله له بنګلادېش نه بریالۍ ستنه شي، انعامي پېسې به يې درې برابره کړي.

د سریلانکا کرېکټ بورډ په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې که لوبډله بنګلا دېش کې بریا تر لاسه کړي، ۱۵ لکه ډالره به ورکړل شي، چې پکې به د اصلو پېسو، چې پنځه لکه ډالر دي، کچه درې برابره شي.

د یکشنبې په ورځ د سریلانکا لوبډله په پایلوبه کې له هندوستان سره مخامخ کېږي.

د تېرو ۲۰ اووریزو سیالیو کوربنه سریلانکا وه، خو په پایلوبه کې د دغه هېواد لوبډلې له ویسټ انډیز نه ماتې وخوړه.

دغې لوبډلې د ۵۰ اوورونو په پایلوبه کې هم ماتې خوړلې وه. دغې لوبډلې له ۱۹۹۶ راهیسې د یوې ورخنیو لوبو په نړیوالو سیالیو کې جام نه دی تر لاسه کړی.

ورته مطالب