کرېکټ: سريلانکا د شل اووریز لوبو اتلولي وګټله

د انځور حقوق bbc
Image caption سريلانکا ویسټ انډيز ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته ووته

په بنګله دېش کې د کرېکټ د نړيوال شل اوریز جام سیالیو پایلوبه کې سریلانکا د هند لوبډله ماته کړه او د شل اوریز لوبو اتلولي یې وګټله.

دا لومړی وار دی چې سریلانکا د شل اوریز لوبو اتلولي ګټي.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د هند لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو پر سر ۱۳۰ منډې جوړې کړې.

د هند په توپ وهونکو کې ویرات کوهلي تر ټلو ډېرې ۷۷ منډې وکړې او د لوبې په وروستي توپ وسوځېد.

د سریلانکا د توپ وهنې پېل ښه نه وو او یوازې په ۵ منډو یې لومړی لوبغاړی وسوځېد.

خو دلشان او جیاوردنې ښه توپ وهنه وکړه. ماهېلا جیاوردنې چې خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه یې کوله ۲۴ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

د سریلانکا په توپ وهونکو کې کمار سنګاکارا تر ټولو ډېرې ۵۲ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د لوبې مخکتنه

د شل اوریز نړیوال جام لوبې د مارچ په ۱۶مه په بنګله دېش کې پېل شوې چې نن به یې د پایلوبې په ترڅ کې اتله لوبډله څرګنده شي.

دا ځل په پایلوبه کې دوه اسیایۍ لوبډلې سره مخامخ دي. هند تر دې وړاندې یو ځل د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ګټلی، خو سریلانکا سره له دې چې دوه ځل پایلوبې ته تللې، لا یې هم اتلولي نه ده په برخه شوې.

سریلانکا په نيمه پایلوبې کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او هند بیا د سویلي افریقا لوبډله لاندې کړه او پایلوبې ته راغلل.

دواړه لوبډلې خورا پیاوړې دي، د مهمو او لویو لوبو کمسارې تجربه لري او دا اټکل ډېر ګران دی چې کومه لوبډله به بریالۍ شي.

د هند لوبډله

هند په دغو سیالیو کې تراوسه یوه لوبه هم نه ده بایللې او زیات شمېر لوبغاړي یې په بېلابېلو لوبو کې ځلېدلي.

توپ وهنه یې ډېره پیاوړې ده، خو په روانو سیالیو کې یې ورو توپ اچوونکي هم ښه ځلېدلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption هند د بنګله دېش په نړیوال جام کې تراوسه هېڅ لوبه نه ده بایللې

ښایي د هند لوبډلې یوازینۍ کمزوري تیز توپ اچوونکي وي، چې په روانو سیالیو کې ښه نه دي لوبېدلي.

د توپ ټولونې/ فېلډنګ په برخه کې هم لویه ستونزه نه لري او د دهوني کپتاني د هند لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبوي.

د پام وړ لوبغاړي به یې توپ وهونکی ویرات کوهلي، ورو توپ اچوونکي روي چندر اشوین او امېت مشرا او پخپله کپتان دهوني وي.

د سریلانکا لوبډله

سریلانکا لوبډله هم په روانو شل اووریزو لوبو کې تر دې دمه ښه لوبېدلې ده.

په ګروپ لوبو کې یې یوازې یوه لوبه انګلستان ته بایللې او خپلې نورې لوبې یې ګټلې دي. په توپ اچونه کې د تل په څېر لسېت ملېنګا ښه ځلېدلی.

د سریلانکا لوبډلې په اړه عمومي نظر دا دې چې لومړۍ توپ وهنه ښه کوي او د هدف تعقیب کې ډېر ځل لوبې بایلي. په توپ ټولونه کې هم د نړۍ په پیاوړو لوبډلو کې شمېرل کېږي.

په نننۍ لوبه کې به د لسېت ملېنګا، کمار سنګاکارا، انجلیو میتهیوز او رنګانا هېرات لوبه د سریلانکا لپاره ډېره مهمه وي.

ورته مطالب