سنګاکار او جې وردهنې له ۲۰ اووريزو لوبو ووتل

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۲۰ اووريزو سياليو نړیوال جام سريلانکا وګاټه

د سريلانکا د لوبډلې دوو وتلو بېټسمينانو کمار سنګاکار او مهيلا جې وردهنې د کريکټ له نړیوالو شل اووريزو لوبو سره خدای په اماني وکړه.

دواړو پرېکړه کړې چې په بنګله دېش کې د شويو شل اووريزو لوبو په څېر کرېکټ سياليو کې به وروسته تر دې برخه نه اخلي.

دوی وايي په داسې وخت کې له دغو لوبو سره خدای په امانی کوي، چې لوبډلې يې د دغو اتلوليو جام وګاټه.

تر دې وړاندې د سريلانکا لوبډله درې ځله د کرېکټ د شل اووريز نړیوال جام نيمه پايلوبې ته وتلې وه، خو دا لومړی ځل دی چې دغه جام ګټي.

د شل اووريز نړیوال جام په وروستيو درېو لوبو کې لوبډلمشر لسېت ملېنګا وايي چې د دغې اتلولۍ په ګټلو کې د سنګاکارا او جې وردهنې رول مهم وو.

دی وايي د دغه جام ګټل د ټولو سريلانکايانو لپاره د خوښۍ وړ وو.

کمار سنګاکارا او مهيلا جې وردهنې په اوسني وخت کې د ورلډ کلاس توپ وهونکي دي.

د بنګله دېش په دغو سياليو کې سريلانکا يوازې يوه ماتې خوړلې وه او هند چې سريلانکا ورته ماتې ورکړه تر دې وړاندې ماتې نه وه خوړلې.

د دغو سياليو دريم مقام پاکستان وګاټه.

په نيمه پايلوبه کې سريلانکا ويسټ انډيز او هند جنوبي افريقا ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووتل.

د کرېکټ پوهانو دواړه لوبډلې يو بل ته نژدې ارزولې، د هند بېټنګ يې له سريلانکا يو څه ښه باله، خو لوبه د سريلانکا په ګټه پای ته ورسېده.

ورته مطالب