د اتلانو جام منځلوبې: چېلسي یې ګټلی شي؟

د انځور حقوق All Sport
Image caption چېلسي د دغې لړۍ لومړۍ لوبه کې درې یو (۱-۳) ماته خوړلې ده.

د فوتبال د اتلانو جام په سیالیو کې به نن (اپرېل اتمه) د انګلستان د مخکښ ليګ لوبډله چېلسي د فرانسې له پي ـ ایس ـ جي سره د منځلوبو د لړۍ دوېمه لوبه وکړي.

چېلسې د دغې لړۍ لومړۍ لوبه چې په فرانسه کې ترسره شوه درې یو (۱-۳) بایللې وه.

د چېلسي پرتګالی روزونکی جوزي مرینو ډاډه دی چې لوبډله به یې وتوانېږي په کور دننه کې سیالې ډلې ته ماته ورکړي او د اتلانو جام د نیمه پایلوبو پړاو ته ووځي.

که چېرته چيلسې وکړای شي په ننۍ لوبه کې خپلې سیالې ډلې پي ـ اېس ـ جي ته دوه صفر (۰-۲) ماته ورکړي نو مخامخ به د دغو سیالیو نيمه پایلوبې ته ولاړه شي.

د اتلانو جام د منځلوبو په دوېيمه سیالي کې د اسپانیا اتله لوبډله ریال مادرید د جرمني له بروسیا ډروټمنډ سره مخامخ ده.

ریال مادرید د دغې لړۍ لومړۍ لوبه کې بروسیا ډروټمنډ ته درې صفر(۰-۳) ماته ورکړې وه.

ورته مطالب