کېون پېټرسن غواړي ۱۰ زره منډې جوړې کړې

د انځور حقوق Getty
Image caption پېټرسن تمه لري، چې نړیوال کرېکټ ته به ستون شي.

د انګلستان کرېکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړي کیون پېټرسن تمه لري، چې بېرته به نړیوال کرېکټ ته ستون شی او د انګلستان له لوري به ټیسټ کرېکټ کې ۱۰ زره منډې جوړې کړي.

د هند له انډین ایکسپریس ورځپاڼې سره د پنجشنبې په ورځ یوه مرکه کې پېټرسن وویل اوس هم تمه لري، چې نړیوال کرېکټ ته به ستون شي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، پېټرسن وايي غواړي د انګلستان له لوري ۱۰ زره منډې جوړې کړي.

پېټرسن ۲۰۰۸ کال کې د اسټرالیا خلاف لوبه پیل کړه او په ۱۰۴ سیالیو کې یې د ۴۷ منډو اوسط په حساب ۸۱۸۱ منډې جوړې کړې دي.

دې سره نوموړي ۱۳۶ یوه ورځنیو لوبو کې ۴۴۴۰ منډې او په ۳۷ شل اوریزو لوبو کې ۱۱۷۶ منډې جوړې کړې دي.

د رویټرز خبرې اژانس په رپوټ کې ویل شوي، پېټرسن هغه مهال له لوبډلې وشړل شو، چې ۲۰۱۲ کال یې د سویلي افریقا سره د سیالیو پر مهال د سویلي افریقا لوبغاړو ته د خپلې لوبډلې او په ځانګړې توګه د کپتان اینډریو سټراوس په اړه ( پاروونکي ټیکسټ ) پیغامونه ولېږل.

په دې اړه پېټرسن ویلي، ا

کیون پېټرسن ته په ۲۰۰۸ کال کې د انګلستان لوبډلې کپتاني سپارل شوې وه، خو ایله پنځه میاشتې وروسته له روزونکي پېټرمورز سره له ناندریو وروسته نوموړی اړ شو، چې کپتاني پريږدي.

د انګلستان پخواني بېټسمین کیون پېټرسن به روانه میاشت کې پېلېدونکو انډین پریمیر لیګ سیالیو کې د ډیلي ډیر ډیولز کپتاني کوي.

ورته مطالب