افغان کریکټ لوبډله په کراچۍ کې

د انځور حقوق
Image caption کبیرخان وایي د سږکال په جولای کې د پاکستان لوبډله سريلانکا ته تلونکې ده او په دغه دوره کې به افغان لوبډله له پاکستان او سریلانکا سره لوبې وکړي.

د افغانستان د کریکټ لوبډله د پاکستان کراچۍ ښار ته تر نړیوالو لوبو مخکې د تمرین لپاره تللې ده.

په پام کې ده، چې د کریکټ نړیوال جام د راتلونکي فبرورۍ او مارچ میاشتو کې په استرالیا او نوي زیلنډ کې وشي.

کراچۍ ته په تللې کریکټ لوبډله کې ۲۸ کسان دي.

د پاکستان د کریکټ لوبډلې دوه پخواني کپتانان عامر سهیل او راشد لطیف به د افغان کریکټ لوبډلې روزنه کې برخه واخلي، خو ترڅنګ یې د افغان کریکټ لوبډلې روزونکی کبیر خان هم ملګری دی.

افغان لوبډلې د تمرین او لوبو لپاره له کراچۍ ښار نژدې څلوېښت کیلومتره لیرې یو شخصي لوبغالی غوره کړی، چې وايي تر نورو لوبغالو ډېرې اسانتیاوې لري.

کبیر خان وړاندې بي بي سي ته ویلي وو، چې د افغانستان د کریکټ بورډ راتلونکې کې د بېټینګ روزونکي ته اړتیا لري.

خو نوموړي په لومړي سر کې کولالمپور کې د روزنیز کمپ د جوړېدو غوښتنه کړې وه، چې هلته اجازه ورنه کړل شوه.

د کراچۍ پر هوايي ډګر اربین سي کنټري کلب مشرانو د افغان کریکټ لوبډلې هرکلی وکړ.

راشد لطیف د پاکستان د لوبډلې ویکټ ساتونکی پاتې شوی، چې د افغان ویکټ ساتنې روزنه به هم پرغاړه ولري.

د دغه روزنیز پړاو په اوږدو کې افغان لوبډله له ځايي لوبډلو سره هم دوستانه لوبې لري.

کبیرخان وایي د سږکال په جولای کې د پاکستان لوبډله سريلانکا ته تلونکې ده او په دغه دوره کې به افغان لوبډله له پاکستان او سریلانکا سره لوبې وکړي.

ورته مطالب