''د اسيا وتلې لوبډلې دې راسره ولوبېږي''

Image caption افغان لوبغاړي له څو اوونيو راهيسې په کراچۍ ښار کې تمرينونه کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ماليزيا په کوالالمپور کې د اسيا کرېکټ شورا په پريمير ليګ سياليو کې برخه اخلي.

دغه اووه ورځنۍ اتلولۍ د مې مياشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان او هانګ کانګ ترمنځ په لوبه پيلېږي.

په دغو سياليو کې له افغانستان پرته د متحد عرب اماراتو، هانګ کانګ، ماليزيا، نيپال او عمان لوبډلې هم لوبېږي.

افغان لوبډلې په کراچۍ ښار کې دغو سياليو ته چمتووالی ونيو او دغلته د پاکستان د کرېکټ وتلو لوبغاړو عامر سهيل او راشد لطيف افغان لوبغاړو سره د بېتنګ، ويکټ ساتنې او توپ ټولونې په برخو کې خپلې تجربې شريکې کړې.

افغان لوبډلمشر محمد نبي بي بي سي ته ويلي چې د لوبډلې ډېرو لاسته راوړنو له امله د خلکو هیلې زياتې شوي او له همدې امله پر دوی فشار زيات شوی دی.

محمد نبي وويل: ''دا د ده لپاره ډېر د خوشحالۍ ځای دی، چې افغان لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام ته لار ومونده او دا دومره اسانه، نه وه ځکه افغانستان ته په کار وه چې وروستۍ شپږ واړه لوبې وګټي او افغان لوبډلې دا وګټلې''.

ده وويل نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره اړينه ده، چې افغان لوبډله نړیوالې لوبې وکړي.

محمد نبي وويل په کراچۍ ښار کې روزنه د دوی لپاره ډېره ګټوره وه او دوی به هڅه وکړي، چې د کرېکټ د نړیوالې شورا په ليګ لوبو کې برياليتوب ترلاسه کړي، ځکه چې د دويمې درجې په هېوادونو کې افغانستان په غوره لوبډلو کې ځای لري.

نوي لوبغاړي

د افغان لوبډلې روزونکي کبيرخان ويلي دي، چې د روزنې له دغه کمپ نه لوبغاړو ډېره ګټه واخيسته، ځکه ډېر لوبغاړي نوي دي.

د انځور حقوق focusbangla
Image caption د کرېکټ چارواکي وايي بايد پاکستان، هند او سريلانکا ورسره نړېوالې يو ورځنۍ لوبې وکړي

ده وويل د شل اووريز نړیوال جام اته لوبغاړي يې لرې کړي او پر ځای يې نويو لوبغاړو ته فرصت ورکړای شوی چې وړتياوې يې معلومې شي.

کبير خان وايي که په نويو کسانو کې دوه درې ښه لوبغاړي راووځي نو په هغه پلان کې به يې شامل کړي، چې د نړيوال جام لپاره يې په پام کې لري.

کبير خان وايي د ټولو افغان لوبغاړو عمرونه اوس نژدې سره ورته دي او که دغه لوبغاړي په يوه وخت له لوبډلې وځي، نو تشه رامنځته کېږي.

دی وايي دا ډول کار آن سترې لوبډلې اغيزمنې کړې دي او دی غواړي چې که زاړه لوبغاړي نه وي، ځوانان موجود وي.

کبير خان وويل افغانستان چې څومره ډېرې نړیوالې لوبې وکړي د لوبغاړو لپاره يې ګټورې دي، ځکه اوس افغانستان نړیوالو لوبو ته رسېدلی.

د لوبدلې روزونکی وايي د ډېرو نړیوالو لوبو په کولو سره به پر افغان لوبغاړو فشار هم کم شي.

دی وايي د هند او سريلانکا په څېر هېوادونه چې د ټيسټ کرېکټ غړيتوب لري بايد له افغان لوبډلې سره يو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړي.

ورته مطالب