د بدخشان ناورین ځپلو ته د کرېکټ اتلولۍ ډالۍ

Image caption د افغانستان کرېکټ لوبډلې مشر محمد نبي د بدخشان ناورین ځپلو ته تسلیت ووایه او د بري جام یې هغوی ته ډالۍ کړ

د افغانستان کرېکټ لوبډلې د اسیا غوره لیګ سیالیو په لړ کې د خپلو اتلولیو جام د بدخشان ناورین ځپلو ته ډلۍ کړ.

په دغو لوبو کې چې په مالیزیا کې ترسره شوې، افغان لوبډلې په شپږو لوبډلو کې لومړي مقام خپل کړ او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، چې په دغه لوبو کې نوي ځوانان ښه وځلېدل او تمه ښيي، چې د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام به هم ښې لاسته راوړنې ولري.

لکه چې حفیظ الله معروف له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، د کابل په نړیوال هوايي ډګر دا ځل د تېر خلاف د ملي لوبډلی هر کلی له ډول او اتڼونو پرته په ارامه فضا کې تر سره شو.

داسې پرېښېدل، چې افغان لوبډلې په دغه کار سره د بدخشان ناورین ځپلو سره په غم کې ځان شریک ګاڼه.

د کرېکټ ملي لوبډلې پر هوايي ډګر له ښکته کېدو وروسته، د اسیا له غوره لیګ سیالیو راوړی جام د بدخشان قربانیانو ته ډالۍ کړ.

د افغانستان کرېکټ لوبډلې مشر محمد نبي د بدخشان ناورین ځپلو ته تسلیت ووایه او خپله یې دغه جام هغوی ته اهدا کړ.

هغه وویل"د افغانستان راتلونکی په کرېکټ کې ډېر روښان دی. په مالیزیا کې د بدخشان له پېښې ډېر متاثر شولو، موږ له دوی سره په غم کې شریک یو او دغه مډال دوی ته ډالۍ کوم".

د اسیا غوره لیګ سیالۍ چې په مالیزیا کې ترسره شوې، افغان لوبډلې په شپږو لوبډلو کې لومړي مقام خپل کړ او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر شهزاده مسعود په دغو لوبو کې د تنکیو ځوانانو ونډه او لاسته راوړنه مهمه وبلله.

نوموړي وویل"زه د دې بریا مبارکي ټول ولس ته وایم. هیله مې داده چې زموږ لوبډله په نړیوال جام کې هم ښه وځلېږي. په دغو لوبو کې زموږ ځوانان چې نوي لوبو ته تللې وو ښه وځلېدل."

د اسیا غوره لیګ په سیالیو کې متحدو عربي اماراتو، هانګ کانګ، مالیزیا، نیپال او عمان برخه لرله.

افغانستان په دغو لوبو کې یوازې له مالیزیانه ماتې وخوړه او نورې پنځه لوبډلې یې ماتې کړې.

ورته مطالب